په کابل کي د سختو نښتو سره يو ځای چاودني هم رامنځته کيږي
۱۳۸۸ دی ۲۸, دوشنبهاعلان
عيني شاهدانو وويل چي په کابل کي د يوې سختي چادوني سره يوځای د ښار په دننه کي د امنيتي ځواکونو اود رپوټونو له مخي،د طالب اورپکو تر منځ نښتي را منځته سوي دي .
د فرانس پرس دخبري آژانس د رپوټ له مخي چي د عامي روغتيا د وزارت په حواله يي ورکړی دی، تر اوسه پوري 13 کسان په دغه پيښه کي ټپيان شوي دي ،چي ډير يې ولسي کسان دي . فرانس پرس په خپل رپوټ کي يادونه کوي چي طالبانو د دغي حملي مسووليت پر غاړه اخيستی دی او وايي چي شل تنه ځانمرګي بريد کونکي يې کابل ته استولي ؤ ترڅو د جمهوري رياست په شمول پر حکومتي ودانيو باندي حملې وکړي . د کابل تلويزيون يو مغازه وښودله چي د نښتو په نتيجه کي يې اور اخيستی دی .
آژانسونه/