په کابل کي د خونړۍ چاودني انځورونه
د افغانستان د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي په دغه چاودنه کي ۸۰ کسان وژل سوي او تر ۳۵۰ زيات نور ټپيان سوي دي. پيښه په زمبق څلور لاري کي رامنځ ته سوې ده. ويل کيږي بهرنيو سفارتونو ته هم زيات اوښتی دئ.
دغه خونړۍ پيښه (موټر بم چاودنه) د نن د چهارشنبې په ورځ سهار اته نيمي بجې په کابل کي د جرمني سفارت ته نژدې په زمبق څلور لاري کي رامنځ ته سوه.
پيښيه داسي مهال رامنځ ته سوې اکثره خلک خپلو کارونو ته پرلاره وه. په دغه سيمه کي سهار او ماځيگر مهال سخته گڼه گوڼه وي. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري هيچا پرغاړه اخيستی نه دئ.
چاودنه دومره پياوړې وه چي په سیمه کي نژدې ټولي بخې ودانۍ ئې زيانمني کړي دي.
تر چاودني وروسته په سيمه کي اور بل سو او نژدې ۳۰ موټر چي پردغه لار يوه او بل اړخ ته روان ول ويجاړ سوي دي.
د چاودني له ځايه لږ ليري هم موټرو اور اخيستی دئ.
افغان چارواکو په لومړي سر کي تلفات ډېر لږ ښوولي ول.
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د وروستيو معلوماتو له مخي په دغه پيښه کي ۸۰ کسان ول سوي او تر ۳۵۰ زيات ټپيان سوي دي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مي په دغه چاودنه کي د سفارت يو افغان ساتونکی وژل سوی او يو کارکوونکی ټپي سوی دئ. په انځور کي د جرمني سفارت تر چاودني وروسته ښکاري.
د جرمني سفارت ودانۍ اصلي بڼه
تر چاودني وروسته د پيښي سيمه.
د چاودني سيمي د پاک کارۍ چاري رواني دي.