په کابل کي د خصوصي پوهنتونو نندارتون
د افغانستان خصوصي پوهنتونو د سه شنبې په ورځ په کابل کي يو نندارتون پرانيست. د دوی مومخه د پوهنتونو د زده کړو پروگرامونه معرفي کول ول. دا په داسي حال کي ده چي د ۱۳۹۳کال د کانکور آزمويني پايلي هم خپرې سوي دي.
دغه نندارتون د کابل په نوي ښار کي پرانيستل سوی وو او ډير ځوانان ئې نندارې ته ورغلي ول. په دغه ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۳کال د کانکور آزمويني پايلي هم اعلان کړې او ويلي ئې دي چي تر ۱۰۰ زيات کسان په دغه آزموينه کي بې نتيجې پاته سوي دي.
د دې نندارتون موخه هغو ځوانانو ته د خپلو کتابونو، پروگرامونو او تحصلي رشتو معرفي کول دي چي غواړي په روان کال کي په دغو خصوصي پوهنتونو کي شامل سي.
په دغه نندارتون کي يو شمېر پوهنتونو خپل درسې پروگرامه وړاندي کړي ول. خو يوه خبره ده چي په خصوصي پوهنتونو کي پيسي هم ډېر غوښتل کيږي چي هر څوک ئې توان هم نه لري.
په دغه نندارتون کي په صنفونو کي د نوي تکنالوژۍ په مرسته تدرس هم وښوول سو. په دغه انځور کي زړه ته د ويني پمپول محصلانو ته ښوول کيږي. هغه ځوانان چي دغه نندارتون ته ورغلي ول وايي چي که په پوهنتونو کي له دغه شان شيوو څخه کار واخيستل سي د زده کړي کيفيت به تر پخوا ډېر ښه وي.
ټولو خصوصي پوهنتونو خپلي درسي کتابونه نندارې ته وړاندي کړي ول.
هر کال په زرونو ځوانان دولتي پوهنتونو ته تر نه لار موندني وروسته په خصوصي پوهنتونو کي شامليږي. خو په دغو پوهنتونو کي د متخصصو استادانو نه ستوالي بيا يوه ستونزه ده.
په دغه نندارتون کي یو شمېر کتاب پلورنځيو هم خپل کتابونه نندارې ته وړاندي کړي ول.
دا په افغانستان کي د خصوصي پوهنتونو لومړی نندارتون وو. دوی وايي که دغه شان نندارتونونه ډېر سي د پوهنتونو ترمنځ به سالم رقابت هم پيل سي.
په افغانستان کي اوس يوه ستونزده دا ده چي هرکال په زرونو ځوانان د کانکور په ازموينه کي بې نتيجې پاتيږي او کار هم ځان ته نسي پيدا کولای.
دغه يو ورځنی نندارتون د کابل د نوي ښار په «کابل مال» ودانۍ کي جوړ سوی وو.