1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنيو کې د بشري مرستو پرسر د طالبانو کمپاين

۱۴۰۰ بهمن ۲۲, جمعه

طالبانو په ژنيو کې له نړيوالې ټولنې د افغانستان له پاره د بشري مرستو پر سر مستقيمې خبرې غوښتې دي. د طالبانو پلاوي په سويس کې له نړۍ څخه وغوښتل چې »د بشري مرستو دغې اړتيا ته غبرګون وښيي.«

https://p.dw.com/p/46rQo
Norwegen Taliban Gespräche Gardermoen
انځور له آرشيف څخهانځور: Terje Bendiksby/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې په ميليونو خلک دا مهال لوږه ګواښي. طالبانو اوس له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې »له خپلو هغو سازمانونو څخه ملاتړ وکړي چې د بشري چارتا له مخې کار کوي، څو افغانانو ته غير سياسي، بې طرفه او خپلواکې مرستې ورسول شي.« په افغانستان کې بشري وضعيت له هغه وخت راهيسې ترينګلی شوی دی چې طالبان واک ته رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د نړۍ د هيڅ دولت له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی. د اسلامپالو پر وړاندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله لګېدلي نړيوال بنديزونه د مرستندويو ټولنو کار نور هم پسې سختوي. خو ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهيسې د دغسې بنديزونو راکمېدل غواړي.

Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
ملګري ملتونه په افغانستان کې د لوږې د زياتېدو له کبله اندېښنه لريانځور: Ali Khara/REUTERS

په ژنيو کې د طالبانو استازو د نورو تر څنګ د سويس له ديپلوماتانو، د روغتيا د نړيوال سازمان او د سره صليب له نړيوالې کميټې سره وکتل. د طالبانو پلاوی د »ژنيوا کال« په نوم سازمان له خوا رابلل شوی وو چې د غير دولتي وسله والو ډلو له خوا د بشري بين الدول حقوقو د رعايت له پاره مبارزه کوي.

دغه سازمان له پخوا راهيسې په افغانستان کې فعال دی. په ژنيو کې له طالبانو سره ټولې کتنې د تړلو دروازو تر شا تر سره شوې.

ن.ص./ن.ز.(AFP)