1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژمې کي د روږدو کسانو د مړينو زياتېدو په اړه انديښنه

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د ژمي په را رسیدو سره په هرات ولایت کي په نشه يي توکو روږدي کسان د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي. هراتیان د اندېښنې په څرګندولو سره له چارواکو غواړي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ژغورولو لپاره تدابیر ګړندي کړي.

https://p.dw.com/p/4JpC5
آرشیف: کابل په انځور کي یو ځوان لیدل کیږې چې نشه یې توکي دودي
آرشیف: کابل په انځور کي یو ځوان لیدل کیږې چې نشه یې توکي دوديانځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

د مني ګرم لمر د ډیرو انسانانو لپاره خوندور وي، په ځانګړې توګه د روږدو کسانو لپاره خو د ژمې په را رسیدو سره بیا همدا کسان د مرګ سره مبارزه پیلوې. دا مهال چې په افغانستان کي موسم ورو ورو ژمې ته داخلیږي په هرات کي د روږدو کسانو مړينه د ناوړه بشري وضعيت ښکارندوي کوي.

عبدالمالک د هرات ولایت د دیارلسمې ناحېې اوسیدونکی دی چېري چې زیات روږدې میشت دي. دی واېې چې هر کال د یخنۍ له امله لسګونه روږدي یواځي دیارلمسه ناحیه کي ژوند بایلي خو اوس چې لا پوره ژمی هم نه دی پیل شوی، په درو ورځو کې د ۵ روږدو د مرګ خبر یې اوریدلی دی.

نوموړی زياتوي: «سږکال د تیرو کلونو په پرتله د روږدو کسانو شمیر خورا زیات دی. د ګاونډیو هیوادونو په خاص ډول له ایران څخه هم ډیر معتاده کسان را ایستل شوي دي. سږ ژمی سر له اوسه سوړ معلومیږې نو که د روږدو کسانو غم ونه خوړل شې ډیر به یې ژوند له لاسه ورکړي ځکه اوسنی وضعیت یې ډیر زیات د ناهیلۍ وړ دی.«

په هرات کې د ټولنیزي برخي کارپوه نصیب الله احدي د معتادو کسانو روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او پر اوسنيو چارواکو ټينګار کوي چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره دې منظم پروګرام جوړ کړي.

نوموړی زياتوي: «یواځي په هرات کي د معتادينو شمیر تر لسګونه زره کسانو اوښتی، تاسو فکر وکړئ یو کال وروسته به دا شمیر څومره وي؟ نوموړي وايي: »زموږ ډیر ځوانان د زهرجن ښامار په خوله کي پراته او د نجات نعرې وهي. زما له نظره د معتاده کسانو شمیر دومره په چټکۍ سره ډیریږي چې یو کال وروسته به ېې را ټولیدل تر کنټرول وتلی کار وي.«

آرشیف: د یوه بنسټ کارمندان  روږدي ته قانع ورکوي چې د درملنې لپاره د دوې سره ولاړ شي
آرشیف: د یوه بنسټ کارمندان روږدي ته قانع ورکوي چې د درملنې لپاره د دوې سره ولاړ شيانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

هراتي ښاريان په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د مسوولينو پر بې غورۍ د نيوکې ترڅنګ وايي چې د همدې کسانو له لاسه یې ژوند له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخ شوی. هغوی وايي چې دا کسان په غلاوو لاس پوري کوي، د شپې او ورځي لخوا اورونه بلوې او ډیر نور ټولنیز مشکلات یې رامینځ ته کړې خو د نشه یې توکیو د مبارزې څانګي تدابیر او د دوې درملنه لاهم پڅه روانه ده.

په نیمروز کې له ایرانه راشړل سويو افغان معتادینو شمېر زیات شوی

بل لور د هرات ولایت د نشه ېې توکیو پر وړاندي د مبارزې مدیر حیات الله روحاني دویچه وله سره په خبرو کي وویل چې په ورستیو وختونو کي چې له ایران څخه د را ایستل شوو افغان کډوالو شمیر زیات شوی، په هغه اندازه په هرات کي د روږدو کسانو شمیر هم ډیر شوی دی. نوموړی وايي چې دا ستونزه درک کوي او د حلولو په لټه کې یې دي.

هغه زياتوي: «موږ یو پلان را پیل کړې دی. لومړی به یو شمیر هغه کسان چې د جسمي پلوه ډیر کمزوري وي، را ټول کړو او یوځاې ته به یې انتقال کړو. وروسته به په عمومي ډول کوښښ وکړو خو تاسو پوهیږئ د دومره ډېروانسانانو درملنه او پالنه آسانه کار نه دی.»

د یادولو وړ ده که څه هم په هرات کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کره شمېره نه دی معلوم خو اټکل کیږې چې تر یو لک پوري روږدي په دې ولایت کي موجود وي چې د هرې ورځې په تیریدو سره یې په شمیر کي لا زیاتوالی راځي.

زموږ له آرشيف څخه:

د کرونا وبا، په افغانستان کې بې وزلي او د معتادینو زیاتیدل