1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې سیلابونه؛ په لسګونو تمساح ګانې تښتیدلي

۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبه

په چین کې د بیړنیو خدماتو ټیمونه هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د وروستيو سېلابونو په نتيجه کې د يوه جهيل تر ډکيدو وورسته تښتیدلې تمساح ګاني پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/4WI0c
China | Krokodilzucht in Zhangye
انځور: CFOTO/picture alliance

د چين رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو په پایله کې د ګوانګ دونګ په ولایت کې د يوه جهېل تر ډکيدو وروسته له يوه فارم څخه تر ۷۰  ډېر تمساح ګانې تښتیدلي دي.

چارواکو د ماومینګ په شاوخوا کې له اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې چې په کور کې پاتې سي، ځکه چې سختو ورښتونو د تمساح ګانو لټون ستونزمن کړی دی.

د چین ملي راډیو د کرنې د سیمه ایزې ادارې په حواله راپور ورکړ: «تمساح ګاني لاهم په اوبو کې دي او ډیری دولتي ادارې د دوی د نیولو هڅه کوي.»

دغه راډیو زیاته کړه چې د تښتیدلو تمساح ګانو کره شمیر لا هم معلوم نه دی او «وضعیت تر څیړنې لاندې دی

د «بیجینګ نیوز»ورځپاڼې راپور ورکړی چې د سونار تجهیزات ساحې ته استول شوي دي څو یې په مرسته دغه ژوي وموندل شي.

خپاره سوي انځورونه ښيي چې په سور یونیفورم کې افسران په کښتیو کې د تمساح په لټه کې دي. او په ځینو نورو عکسونو کې بیا نیول سوي تمساح ګانې هم ليدل کيږي.

د تمساح له پوست او غوښې څخه استفاده

په چين کې دا ژوی د هغه د پوستکي او غوښې د کارولو لپاره روزل کيږي او ځينې دوديز چينايي درمل د دغه حيوان له پوستکي او غوښې څخه جوړیږي. 

یوه جهيل ته څېرمه د تمساح ګانو يو فارم پروت وو چې د سخت باران له امله له اوبو ډک سو او په پايله کې اوبو تمساح ګانې له ځانه سره لاهو کړې. په دغه فارم کې ۶۹ لويې تمساح ګانې او شپږ کوچنۍ تمساح ګانې ساتل سوي وي.

Af/hm (dpa, AFP)