1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کی د کرونا له امله مکتبونه تړل کیږي

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

له میاشتو وروسته د کرونا له امله د مړیني تر لومړنۍ پیښي وروسته د دوشنبې له ورځي څخه په پیکنگ او د چين په نورو سیمو کي د ښوونځيو آنلایني درسونه پیل کیږي.

https://p.dw.com/p/4JooN
China | Covid-19 | Coronapandemie
انځور: NOEL CELIS/AFP

د چین په پلازمینه پیکنگ کي د شنبې په ورځ  له کرونا سره په تړاو د مړیني دوهمه پیښه هم تأیید سوه چي په دې ډول د می د میاشتي له پای راهیسي دا په چین کي د مړیني لومړنۍ پیښي دي.

د چین ولسي جمهوریت په اوس وخت کي د کرونا د ناروغۍ له ډیرو پیښو سره په مبارزه کي دی، د مرکزي هینان ولايت له شینگشو څخه نیولې بیا ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کی د شونگکیگ سیمي پوري. د یکشنبې په ورځ د کرونا ۲۶ زره ۸۲۴ نوي پیښي ثبت سوي چی دا رقم د اپریل د میاشتي د ورځنیو پیښو سره نیژدیوالی ښیی.

له چین څخه خارجیان وځي

د گوانگ شو ۱۹ میلیوني گڼ میشته ښار کي د کرونا د ترټولو زیاتو پیښو سره مقابله روانه ده. چارواکو د بایون په پُرنفوسه ناحیه کی پنځه ورځنی بندیز لگولی دی. رستورانونه، نایټ کلبونه او تیاترونه تړل سوي دي. د کرونا تازه څپې دغه هېواد مجبور کړی دی د »صفر- کرونا - سیاست« کلک تدابير بيرته علمي کړي.

د څو میلیوني ښار شي جي ژوانگ په شمول ډیریو ښارونو په تیرو اونیو کي د کرونا له پاره معمولي تسټونه له منځه یوړل، خو د یکشنبې په ماښام یې له اتو ناحیو څخه په شپږو کې د پنځو ورځو له پاره د کرونا د ډله ایزو ټيستونو د بيرته عملي کولو اعلان وکړ. 

  

China Peking Coronavirus
په پیکنگ کی سرتیري او پارلماني پولیس له ماسکونو سره گرځيانځور: Andy Wong/AP/dpa/picture alliance

ډیری پلټونکي په دې نظر دي چي د بندیزونو راکمول باید په مارچ او یا اپریل کی رامنځته سي. د کرونا په هکله نوو اندیښنو د دوشنبه په ورځ په آسیا کی د اسعارو بازار هم تر منفي اغیزی لاندی راوستی.

په چین کې د لوړ پوړو پیرودونکو لخوا د تقاضا کمیدل هم د خامو موادو بیې ټیټې کړې. د اکسفورډ د اقتصاد د څیړنیزي خوني په حواله د کرونا د ایپیدیمي او سیاسي لحاظه فکر نه کوو چی دغه هیواد دې پرانیستلو ته اماده سي.

GP/BS/AG