1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په چين کې يوه مرموزه ناروغي خپره شوې

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

د چين په ووهان ښار کې د سږو يوه ناپيژندل شوې ناروغي چې تبه او تنفسي ستونزې ورسره مل وي، پيدا شوې ده. تر اوسه ۲۷ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې له دوی څخه یې د اووو روغتيايي حالت حساس دی. آیا د يوې نوې وبا گواښ متوجې دی؟

https://p.dw.com/p/3VXYv
CHINA SARS
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reynolds

د چين د خلکو د گوند مهم اورگان «د خلکو ورځپاڼې» په انترنت کې خپرې شوې هغه اوازې رد کړی چې گني دا د سارس ( SARS) په نوم د سږو د يوې سختې ناروغۍ بيا خپريدل دي. ورځپاڼې د کارپوهانو په حواله ليکلي چې تر اوسه د دې مرض علت روښانه نه دی. زياته شوې چې تر اوسه په دې اړه مطمین معلومات نه دي ترلاسه شوي چې دا د سارس ويروس وي. ويل شوي چې په زيات احتمال سره دا ښايي د سږو يو بل شديد ويروس وي.

د روغتيا ښاري کميسيون د رپوټ پر اساس د ووهان ښار د کبانو بازار ښايي د دې ويروس سرچينه وي. ناروغان قرنطين شوي او د کورنيو نور غړي تر طبي نظارت لاندې دي. زياته شوې چې د اووو ناروغان حالت خراب دی په داسې حال کې چې نور مريضان ښه دي. دوه ناروغان ښايي ژر له روغتونه کور ته وليږدول شي. تبه او په ساه اخیستو کې ستونزې د دې ناروغتيا عمده علايم دي.

د روغتيا کمیسيون له خوا ويل شوي چې مخکښه طبي کارپوهان ووهان ښار ته رسیدلي خو د دې ناروغۍ په هکله له نژدې څیړنې وکړي. د چارواکو په حواله د يوه انسان څخه یې بل ته د انتقال کومه پېښه او يا د طبي پرسونل په دې مرض ناروغيدو کوم مورد نه دی ليدل شوی.

China VIP-Klinik in Wuhan
د ووهان ښار ستر روغتونانځور: picture-alliance/dpa

نوی سارس؟

د ووهان ښار څخه د دې مرض د خپريدو خبرونه په ۲۰۰۲ م کال کې د سارس د وبا ياد تازه کړ. سارس د سږو يوه سخته ناروغي ده چې د اوسني عصر د تر ټولو خطرناکو ميکروبي ناروغيو څخه يوه ده. ټولې نړۍ ته د سفر د امکاناتو له کبله په چين کې رامنځته شوې دا ناروغي په ۳۰ هېوادونو کې خپره شوې وه او تر ۸۰۰۰ انسانان ناروغه کړي ول.

احتمالا د ناروغۍ عامل ميکروب په چين کې له حيواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوی وو او د ټوخي او پرنجي له لارې خپور شوی وو.  د سارس د هر لسم ناروغ له پاره دا مرض وژونکی ثابت شوی وو. د رسمي شميرو پر اساس دې مرض ۷۷۴ انسانان وژلي ول.

bs/qp (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: