1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کې په زرونو افغان ماشومان له زده کړو محروم شوي

۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو او د نړیوالو مرستو د بندیدو په پایله کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرو د زرونو نجونو او هلکانو د زده کړو لړۍ بنده شوې ده.

https://p.dw.com/p/460BS
Pakistan | viele Bildungseinrichtungen wurden in afghanischen Flüchtlingslagern aus Geldmangel geschlossen
انځور: Faridullah Khan/DW

د ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو له لوري د مرستو تر بندیدو وروسته یو شمیر شخصي تعلیمي ادارو د خپلو چارو د پرمخ بیولو له پاره له ماشومانو میاشتنی فیس غوښته او په دې ډول مېندو او پلرونو خپل اولادونه ښوونځي ته له تګ څخه راوګرځول.

دغه ډول زیاتره افغان ښوونځي د کرایې په کورونو کې جوړ شوي دي او د کرایې او برق د لګښت تر څنګ د استادانو د میاشتي معاش له پاره هم زیاتو پیسو ته اړتیا لري. د دې لګښت د پوره کولو له پاره چې کله له ماشومانو میاشتنی فیس وغوښتل شو نو د ډېرو شاګردانو میندې او پلرونه دې ته اړل شول چې خپل ماشومان ښوونځي ته وا نه استوي.

Pakistan | viele Bildungseinrichtungen wurden in afghanischen Flüchtlingslagern aus Geldmangel geschlossen
انځور: Faridullah Khan/DW

د دې علت دا دی چې ډېر افغان مهاجر په ورځني مزد کار کوي او د کرونا وبا له کبله د هغوی عاید هم ډېر اغیزمن شوی دی. کله چې مېندې او پلرونه د میاشتني فیس او همداشان د کتابونو د رانیولو له ستونزو سره مخامخ شول نو ښوونځیو ته یې د ماشومانو د نه لیږلو پریکړه کړې.

د نړیوالو له لوري د مرستو بندیدل

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د پامیر تعلیمي زده کړو مرکز هم فعالیت کوي. د دغې ادارې مشر، ډاکټر نور د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه نجونې چې ښوونځي ته نه راځي کچه یې ۵۵ سلنه ده او د هلکانو هغه بیا ۴۰ سلنې ته رسیږي. د نوموړي په خبره «پخوا به ځینو خیریه موسسو د دې ښوونځیو ملاتړ کاوه. له یوه اړخه کرونا او له بل اړخه د افغانستان د وضعیت له کبله هم ستونزې ډېرې زیاتې شوي دي. ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو هم د دغسې تعلیمي ادارو سره مرسته کول درولي دي.»

د ډاکټر نور په خبره کله چې د ځینو ښوونځیو خاوندانو ماشومانو ته د فیس د ورکولو خبره وکړه، نو میندې او پلرونه یې نور ښوونځي ته دغه ماشومان نه لیږي: «هغوی د خپلو کورونو لګښت نه شي پوره کولی. هغه افغان مهاجر چې په ورځني مزد کار کوي دغه ماشومان یې له خپل ځان سره پر کار کړل. ځینې ماشومان اوس له سړکونو خځلې راټولوي او ځنیې په بازارونو کې شیان پلوري. دغه ډول ماشومان اوس ماښام کور ته ۲۰۰ روپۍ راوړي. کله چې دغو ماشومانو لاس ته پیسې ورغلې، نو بیا ښوونځیو ته بیرته راوستل به یې ډیر سخت وي.»

د شمېرو له مخې په پېښور او د هغه په شاو ا وخوا سیمو کې د افغان مهاجرو په ۳۷ شخصي ښوونځیو کې تر لسو زرو زیات نجونې او هلکان زده کړې کوي. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د ټول پاکستان په کچه د افغان مهاجرو په کمپونو کې د ښوونځیو ملاتړ کوي.

Pakistan | viele Bildungseinrichtungen wurden in afghanischen Flüchtlingslagern aus Geldmangel geschlossen
انځور: Faridullah Khan/DW

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ویاند قیصر خان آفریدي د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د خیبر پښتونخوا د افغان مهاجرو په پنډغالو کې جوړ شوو ۱۰۳ ښوونځیو کې ۵۵ زره نجونې او هلکان زده کړې کوي. په دغو ښوونځیو کې ابتدایه او ترمنځنۍ کچې زده کړې کیږي او آن په ځینو کورونو کې هم ښوونځي جوړ شوي.»

په پاکستان کې ډیر شمیر افغانان ژوند کوي چې ځیني یې هلته د پاکستان په تعلیمي ادارو کې هم زده کړې کوي. همداشان د تیر حکومت او اوسمهال د طالبانو د واکمنۍ په ترڅ کې هم یو شمیر افغان محصلین پاکستان کې په تحصیلي بورسونو پر زده کړو بوخت دي.

فرید الله خان، پېښور

زموږ له آرشیف ځخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل