«په پنجشیر کې د ژغورنۍ عملیات پڅ روان دي»
۱۳۹۳ اسفند ۱۱, دوشنبهپه پنجشیر ولایت کې د واورې ښویدنې له کبله د قربانیانو شمیر ۱۹۶ تنو ته رسیدلی دی او په یوه وروستي مورد کې د لسو تنو جسدونه له واورو څخه راایستل شوي دي. د عبدالله خیل او پریان ولسوالیو د لارو د پرانیستلو له پاره وسایط په کار لگیا دي.
دوو مخابراتي شرکتونو په دوو مصیبت ځپلو سیمو کې وسایل نصب کړي دي، څو د ژغورونکو ډلو او د مرکز پنجشیر تر منځ ارتباط ټینگ شي.
حکومتي مسئولان وایي چې له درو څخه تر څلورو څرخي الوتکې مصیبت ځپلو سیمو ته د خوراکي موادو په رسولو بوختي دي. د مدني ټولنو هغو غړو چې د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت ته سفر کړی دی وایي چې په دغه ولایت کې له ۲۱ درو سره اړيکي قطع دي او په وینا یې تر ټولو ستره انديښنه په دغه سیمه کې د ناروغیو خپریدل دي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې پنجشیر ولایت ته یې گرځنده ټیمونه او کافي دوا لیږلې ده. د دغه وزارت ویاند کنشکا ترکستاني، د دوشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې لس گرځنده ټیمونه په پنجشیر کې د ناروغانو پر تداوۍ بوخت دي: «گرځنده ټیمونه له طبي وسایلو او دوا سره د الوتکو په واسطه سیمې ته تللي دي او فعلا په دغه ځای کې د ناروغانو پر تداوۍ مصروف دي.»
یو شمیر مدني فعالان چې پنجشیر ته تللي دي وایي چې د ناروغیو د خپریدو په هکله جدي اندېښنه موجوده ده او په وینا یې که په دې برخه کې جدي توجه و نه شي، ښایي د مرگ ژوبلې شمیر ډیر شي، خو په عین وخت کې د روغتیا وزارت وایي چې په اوسني وخت کې داسې ناروغۍ چې د خلکو ژوند له گواښ سره مخامخ کړي، په پنجشیر کې وجود نه لري.
«ناټو دې همکاري وکړي»
په پنجشیر کې د مصیبت ځپلو سیمو د لارو پاکول یوه اصلي ستونزه ده. هغه وسایط چې افغان حکومت دغه ولایت ته استولي دي، په نزدې یوه اوونۍ کې توانیدلي دي چې یوازي څو کلیو ته رسیدگي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په لسونو کلیو ته تلونکي لاري تړلي دي او د مرکز او درو تر منځ هیڅ ډول ارتباط موجود نه دی. د پنجشیر ولایت یو شمیر اوسیدونکو له ناټو څخه غوښتنه کړې ده چې د واورو پاکولو کوچني وسایط د څرخي الوتکو په واسطه د پنجشیر درو ته ورسوي او د لارو په پاکولو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د پنجشیر د درو لاري بندیدل د دې سبب شوي دي چې حکومت خوراکي او نور مواد له هلیکوپترو څخه کلیو او بانډو ته وروغورځوي. خو د مدني بنسټونو فعالان وایي چې د دغو موادو زیاتره برخه ضایع کیږي او د سختې واورې له کبله، خلک کولای نه شي چې دغو ورغورځول شوو موادو ته ځانونه وررسوي.
له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وایي چې یوازي د پاکستان مرستې پنجشیر ته رسیدلي دي. امریکا متحدو ایالاتو او ایران هم ژمنه کړې ده چې د پنجشیر له مصیبت ځپلو سر به مرسته وکړي.
د دغې ادارې مرستیال محمد قاسم حیدري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د نورو هیوادونو مرستې دومره د پام وړ نه دي: «تر اوسه د نورو هیوادونو مرستې د ادارې له طریقه نه وي، خو د یو شمیر بهرنیو هیوادونو نمانیدگیو له پنجشیر سره لږ مرستي کړي دي.»
په عین وخت کې مدني فعالان وایي چې په پنجشیر کې باید له مصیبت ځپلو سره مرستې ډیري شي او آن ژغورونکي ټیمونه هم په ځینو مواردو کې له گواښ سره مخامخ دي چې باید په ښه شان یې محافظت وشي.
احتمالي خطرونه
که څه هم اوسمهال په پنجشیر کې د واوري ښویدني کومه تازه پیښه نه ده رامنځ ته شوې خو ځینې اندیښنې موجودې دي، چې د هوا په تودیدو سره ښایي د واوري ښویدني نوي پیښې رامنځ ته شي. ځایي چارواکي وایي چې له غرونو څخه لارو ته واوري ښوېدل دي او له همدې کبله د پاک کارۍ عملیات پڅ روان دي.
د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله ویلي دي چې د پنجشیر پېښي وښووله چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره د طبیعي پیښو پر وړاندي هیڅ چمتو نه ده او په وینا یې دغه اداره باید په مجهزو وسایلو سمبال شي. له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې مسوولان هم وایي چې دغه اداره له جدي کمښت سره مخامخ ده او نه شي کولای د احتمالي خطرونو وړاند وينه وکړي.