په پل علم کې په کافي اندازه د څښلو پاکې اوبه نشته
۱۳۹۱ فروردین ۸, سهشنبهد سیمي اوسیدونکي شکایت کوي چې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او د دوی ښځي او ماشومان هره ورځ له لیري ځایونو څخه د څښلو اوبه راوړي.
د سیمي د اوسیدونکو په خبره د پاکو اوبو کموالی اوسمهال د دوی تر ټولو لویه ستونزه بلل کیږي او ماشومان ئې د نا پاکه اوبو د څښلو له امله په ځینو ناروغیو باندي اخته شوي دي. د دوی په وینا ماشومان د زده کړو پر ځای د اوبو په راوړلو بوخت دي او ځیني وخت خو ان مجبوریږي چې اوبه په بیه واخلي.
له بلې خوا د لوگر ولایت د اوبو رسولو د امریت یو چارواکی احمد نبي، وايي چې دوی پلان لري چې د ژورو څاګانو په کیندلو سره د لوګر ولایت د مرکز د څښلو د اوبو د کموالي ستونزه هواره کړي، خو په وینا ئې دا کار وخت ته اړتیا لري.
د احمد نبي په خبره په ځینو سیمو کې د یو شمیر خلکو له خوا له غیر قانوني پایپونو څخه کار اخیستل د دې لامل شوې دئ چې د اوبو فشار کم شي.
د هغه په خبره دوی په یوازې سر نه شي کولای چې د لوګر ټولو اوسیدونکو ته چې زیاتره ئې په کلیو او بانډو کې اوسیږي د څښلو پاکې اوبه ورسوي خو د یو شمیر بهرنیو مرستندویه مؤسسو په همکارۍ په ډیرو سیمو کې څاګانې کیندل کیږي او له دې سره به د خلکو ستونزه یو څه راکمه شي:
« د پایپونو د غځولو او د اوبو پر ذخیرو باندي کار کیږي او کوښښ کوو چې دا شبکه نوره هم توسعه پیدا کړي او په پل علم کې د خلکو ستونزې هوارې شي.»
د عامې روغتیا د وزارت په خبره اتیا سلنه ناروغۍ د ناپاکه اوبه له څښلو څخه رامنځته کیږې او دولت تر اوسه پر دې نه دئ توانیدلی چې خلکو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.
د چارواکو په خبره هر کال په لسګونو کسان د ناپاکو اوبو د څښلو له لاسه مري. د هیواد یوازې ۳۰ سلنه اوسیدونکي پاکو اوبه ته لاس رسی لري.
فرهاد محمدي / لوګر
کتونکی: سید ریاض