په پروان کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي دي
۱۳۹۹ شهریور ۵, چهارشنبهنن، چهار شنبه (د اگست ۲۶ نيټه) د پروان د والي وياندې وحيده شاهکار د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د دې ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د سېلاب او باران له کبله کابو ۲۵۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
د وحيدې شاهکار په خبره ځايي چارواکو په دغه ولايت کې د ۵۰۰ کورونو ورانيدل هم تائيد کړي دي. نوموړې زياته کړه چې د بې کوره شويو او قربانيانو له کورنيو سره مرسته د ولايتي حکومت په وس پوره نه ده او مرکزي حکومت بايد ژر تر ژره اغیزمنو کسانو ته مرسته ورسوي.
پروان د افغانستان هغه دی چې هر کال پکې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راځي. د افغانستان په نورو برخو کې هم هر کال د سېلابونو له کبله په زرونو انسانان خپل ژوند، خپله سرپناه او ډېر نور څه له لاسه ورکوي.
زياته شوې ده چې د تازه بارانونو او سېلابونو له کبله ښايي د قربانيانو شمير نور هم لوړ شي.
د ارگ خواخوږي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په پروان کې د سېلابونو له کبله پر ځاني او مالي زيان سخته خواشيني څرگنده کړې ده. ارگ د يوې اعلاميې په ترڅ کې پېښو ته د رسيدگۍ په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې زيانمنو ته عاجله رسيدگي وکړي.
په اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي چې دمگړۍ د کابل – جلال آباد او کابل ـ گرديز د لويو لارو په گډون د هيواد په ځينو نورو برخو کې هم سېلابونه راغلي دي چې له امله یې زيانونه اوښتي دي.
زموږ له آرشيف څخه: