1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ټولټاکنې؛ چاودنې او ډزو پنځه کسان وژلي

۱۴۰۲ بهمن ۱۹, پنجشنبه

په پاکستان کې د عمومي ټاکنو په ورځ پر امنيتي ځواکونو د بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ پوليس وژل شوي دي. همدا راز د لاسي بمونو بريدونو څخه هم خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4cAeH
آرشيف انځور: په پاکستان کې پر پولیسو بريد
آرشيف انځور: په پاکستان کې پر پولیسو بريدانځور: Ghani Kakar

رويټرز خبري آژانس د سيمې د پوليسو د يو مشر په حواله خبر ورکړی دی چې په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر موټر د بمي بريد او ډزو په ترڅ کې څلور تنه پوليس وژل شوي دي.

د چارواکو په حواله يو بل پوليس په ټانک سيمه کې هغه وخت وژل شوی دی چې پر موټر یې ډزې وشوې.

په همدې حال کې د بلوچستان له بېلا بېلو سيمو څخه هم د لاسي بمونو د بريدونو خبرونه ورکړل شوي دي چې د چارواکو په حواله تلفات نه لري.

د چهار شنبې په ورځ په بلوچستان کې د نوماندانو دفترونو ته څیرمه په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي ول. د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د دې بريدونو پړه منلې وه. دې چاودنې په خلکو د نورو بريدونو په اړه ډېره انديښنه پارولې ده.

د پاکستان د پارلمان له پاره ټاکنې چې په ترڅ کې یې څه نا څه ۱۳۰ میليونه د رایې اچونې حق لرونکي، د خپلې رایې کارولو ته را بلل شوي دي، کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي. د مسلم ليګ (ن) ګوند مشر او پخوانی لومړی وزير محمد نواز شريف، مخکښ کانديد بلل کیږي.

آ./ب.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب