1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

په پاکستان کې لوړ انفلاسیون افغان کډوال سخت اغېزمن کړي

۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه

په داسې حال کې چې پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو اخراج پیل کړی، دغه هیواد د سیاسي او اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دی چې له کبله یې افغانان هم اغیزمن شوي دي. افغان کډوال وايي د کلدارې ارزښت لویدو سره یې ژوند سخت شوی دی.

https://p.dw.com/p/4YJLP
Afghanistan Familien nach der Ausweisung aus Pakistan
انځور: Arghand/Xinhua/picture alliance

پاکستان ته تازه کډه شوي یو شمیر افغانان وایې چې دوی پاکستان کې هېڅ ډول عاید نه لري، خو په دې وروستیو کې د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت ټیټوالي او انفلاسیون له امله دوی هم له مالي ستونزو سره مخ دي. بل لوري ته په پاکستان کې میشت زیاتره کډوال د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له لوري د نیول کیدو او زنداني کیدو له ویرې له اقتصادي فعالیتونو لویدلي دي.

پاکستان په داسې وخت کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړې چې په خپله دغه هیواد اوسمهال د سیاسي بې ثباتۍ سربیره له پراخو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی. په دغه هیواد کې بریښنا، تیلو او همدا راز د توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي چې له کبله نه یوازې افغان کډوال، بلکي پاکستانیان هم له ستونزو سره مخ دي.

د شمیرو له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱،۷ میلیونه بې اسناده افغان کډوال میشت دي چې له دې ډلې ډیر برخه یې د تیر جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. په دغو مهاجرینو کې یو شمیر یې نورو هیوادونو ته د تګ په تمه د مهاجرت شپې او ورځې سبا کوي.

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي

په پاکستان کې میشت افغان کډوال له وړاندې نه د کورونو د کرایو، د کورونو د موندلو او د ژوند له لومړنیو سهولتونو بې برخه وو او اوس بیا د کلدارې ارزښت لویدو یې ستونزې لا ډیرې کړي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو له جملې یو تن صفي الله دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه ښار کې په کرایه شوي اپارتمان کې ژوند کوي وایې، د کور مالک پرې د ۲۰۲۲م کال په نسبت کرایه څلویښت سلنه لوړه کړې ده.

صفي الله په خپلو خبرو کې دویچه ویله ته وویل: »د اسلام اباد په یوه څنډه کې اوسیږم او کور مې په کرایه نیولی دی. د ۲۰۲۲م کال په لومړیو میاشتو کې له خپل هېواد کډوال شوم، هغه وخت چې زه تازه راغلی وم د دې اپارتمان کرایه دولس زره پاکستانۍ کلدارې وه، خو روان کال کې بیا دا پیسې زیاتې شوې. د ۲۰۲۳م کال پېل کې د پلازې مالک د کور کرایه اتلس زره کلدارو ته لوړه کړه، خو د روان کال له نیمایی وروسته د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت ټیټوالي سره دلته د هرڅه بیې ډیرې لوړې شوې. زه اوس په دې کور کې د میاشتې دوه ویشت زره پاکستانۍ کلدارې کرایه ورکوم.«

صفي الله زیاتوي، متاسفانه دا د ټولو کرایه ورکوونکو په ځانګړي ډول افغان کډوالو لپاره اقتصادي ستونزه ده. د دې ترڅنګ یو شمېر افغانان، چې د پاکستان لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو کې په لیلیو کې ژوند کوي، وایې روان کال کې د کوټو کرایې او لګښتونو زیاتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغان کډوال وایې، وروستیو کې د پاکستاني پولیسو ناسم چلند سربیره له اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او دا چې د دوی شته کاروبار یې هم زیانمن کړی دی.
افغان کډوال وایې، وروستیو کې د پاکستاني پولیسو ناسم چلند سربیره له اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او دا چې د دوی شته کاروبار یې هم زیانمن کړی دی.انځور: Z.S.

زینب او سودابه په خصوصي لیلیه کې د مسافرۍ ژوند کیسه کوي: »دلته په خصوصي ليله کې په کرایه اوسیږو، پاکستان کې د مسافرو لپاره د کرایه کور، هوټل او ګیسټ هاوس په نسبت تر ټولو ارزانه او اسانه ژوند د خصوصي لیلیې دی، ځکه د پيسو په ورکړې سره د شپې تېرولو ترڅنګ درې وخته غذا او بريښنا مصارف ټول شامل دي. په یوه اتاق کې دوه یا درې کسان ژوند کوي. یو کال وړاندې دلته في نفر د میاشتې له دیارلس زره تر شپاړس زره کلدارې کرایه ورکوله خو، اوس دا کچه تر شل زره کلدارو رسیدلی ده.»

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا پیښور ښار کې هم افغانان د تېرو کلونو په پرتله د کورونو او دوکانونو د کرایو له لوړوالې شکایت کوي. فرید سادات، چې د افغانستان له بدخشان ولایته پیښور ښار ته کډه شوی او په بورډ بازار کې یې د افغاني ډوډۍ پخولو لپاره دکان کرایه کړی وایې، اوس یې لګښتونه لوړ شوي دي.

ښاغلي سادات وویل: »موږ د جمهوریت له سقوط او طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته پیښور ته راغلي یو، هغه وخت چې دلته راغلی وم نو، په مارکیټ کې ارزاني وه، دلته د کورونو، مارکیټ کې د دوکان او هوټلونو کرایې او لګښتونه کم و. دغه نانوايی کې افغاني ډوډۍ پخو، دوه ډوډۍ پخوونکي او دوه شاګردان را سره کار کوي، دوی ته ورځ مزدوري ورکوم، د دوکان کرایه، د برق او ګاز بیې هم د تېر په پرتله دیرش سلنه لوړې شوي دي.«

پاکستان کې د کورونو او هوټلونو مالکان د کرایې لوړیدو لامل د ډالر په وړاندې د کلدارې ارزښت کمیدل ګڼي، وایې چې په ۲۰۲۱م کال کې د یوه امریکايي ډالر ارزښت شاوخوا ۱۷۰ پاکستانۍ کلدارې و، خو د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې د یوه امریکایي ډالر بیه ۳۱۵ کلدارو ته پورته شوه چې د ژوند پر هر اړخ يې اغېز کړی دی.

افغان کډوال وایې، وروستیو کې د پاکستاني پولیسو ناسم چلند سربیره له اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او دا چې د دوی شته کاروبار یې هم زیانمن کړی دی.

پاکستان کې افغان کډوال داسې مهال د اقتصادي ستونزو شکایت کوي، چې دغه هیواد وار دمخه د ناقانونه افغان کډوالو د اجباري اخراج لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه تر ۱۰۰ زرو ډیر افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

م.ا / خ.ح /ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie