1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې غبرګ بريدونه او سرحدي نښته

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

د پاکستان پوليس وايي چې پر يوې پوستې باندې تر ډزو وروسته بريد کوونکو د هغه روغتون مخکې بمي چاودنه هم کړې چې ټپيان وروړل کېدل. په دغه پېښه کې شپږ تنه پوليس وژل شوي او لس نور کسان ژوبل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MROp
Pakistanische Soldaten in Islamabad 13.8.2014
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

دغه خبرې سليم خان وکړې چې په ډېره اسمعيل خان کې د پوليسو يو افسر دی. د هغه په حواله پر موټرسايکلونو سپرو وسله والو د استوګنې په يوه سيمه کې پر پوليسو ډزې کړي چې دوه تنه په دغه پېښه کې ووژل شول. کله چې بريدکوونکو يو روغتون هم په نخښه کړ چې ټپيان وروړل کېدل، نو څلور تنه نور پوليس يې هم ووژل. د دغه بريد مسئوليت پاکستاني طالبانو منلی دی.

په کشمير کې هم نښته شوې

په ورته وخت کې يو پاکستانی سرتېری له هندي ځواکونو سره د ډزو په تبادلې کې وژل شوی دی. دغه خبره د پاکستان پوځ کړې ده چې په حواله يې د هند پوځ «بې له پارونې اوربند مات او توغندي او هوانونه» استعمال کړل. دغه کار د پاکستان د اردو په حواله په کشمير کې د کنترول د کرښې په اوږدو کې په څلورو سيمو کې شوی دی. داسې هم ويل کيږي چې د متقابلو ډزو پر مهال څلور ملکي وګړي د يوې ښځې او دوو نجونو په ګډون ژوبل شوي هم دي. 

Dpa/AP/ن ص/س ر