په پاکستان کې د هندو هلکانو او نجونو ډله ایز واده
د پاکستان په ستر ښار کراچی کې هندو کونسل او بیت المال د مستحقو هندو ځوانانو د ډله ایز واده چاري سمبال کړي وې. د دغه مراسمو بیلا بیل انځورونه دلته لیدلای شئ.
په دغه ډله ایز واده کې په لسونو هلکانو او نجونو د یوه ډله ایز واده په ترڅ کې د خپل ژوندانه نوی سفر پېل کړ.
دغه مراسم د هندو کونسل او بیت المال ادارې له لوري په گډه نیول شوي ول او له نوي واده شوو سره مالي مرسته هم وشوه.
هري ناوې ته د جهیز په ترڅ کې د ۷۵ زره کلدارو سامان او هر ځلمي ته ۲۵ زره کلدارې د ډالۍ په توگه ورکړل شوې.
د هندو کونسل له خوا د تیرو اتو کلونو راهیسې د لږکۍ ټولنو د مستحقو ځوانانو د ډله ایز ودونو لړۍ ادامه لري.
د ډله ایز واده په دغو مراسمو کې ځای پر ځای د هندوانو کلتور او دود ښایسته رنگونه تر سترگو کیدل.
د واده په مراسمو کې زیاتره کورنۍ د سندهـ ایالت د وروسته پاته سیمې «تهر» وې. د دغې سیمې د کلتور څرک په مراسمو کې هر ځای ښکاریدی.
په مراسیمو کې د هندوانو مذهبي دودنه تر سره شول او ناوي او زومانو پر اور اووه دورې اوگرځیدل او د نوي ژوند پیل یې وکړ.
د نوو واده شوو ځوانانو او پیغلو د خپلوانو خوښيو محفل ته لا خوښي وربخښله.
نوو واده شوو نجونو او ځوانانو ویل چې د قیمتۍ په دې دوره کې د ډله ایز واده له کبله د دوی لگښتونه ډیر راکم شوي او له دې کبله دا امکان برابر شو چې ودونه وکړي.
دغه مراسمو ته د وینا پر مهال د هندو کونسل غړي منگله شرما هر کال د دغسې ودونو د تر سره کولو هوډ څرگند کړ.
د واده په دغه مراسمو کې د ناوې او زوم پر خپلوانو سربیره ډېرو نورو ښاریانو هم گډون کړی وو.