پاکستان ۳۰۰ زره ټنه غنم واردوي
۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبهپه پاکستان کې تېره اوونۍ هغه وخت د اوړو او ډوډۍ بيې ډېرې لوړې شوې چې له دوکانونو او عمده فروشيو څخه اوړه ورک شول. په همدې حال کې نانوایان هم له دې کبله د احتجاج په توگه وتړل شوې چې گني حکومت پرې د ډوډۍ د بیو نه لوړولو له کبله فشار اچوي.
د شيراز خان په نوم د راولپنډۍ يو نانوايي وويل: «دا امکان نه لري چې زه يوه ډوډۍ په اته کالدارې وپلورم په داسې حال کې چې د اوړو د یوې توړۍ بیه ډېره لوړه شوې ده.»
نوموړي د دې په اضافه کولو سره چې په تنور کې د کاريدونکي گاز بيه یې د اټکلونو له مخې ښايي څلور وارې لوړه شوې وي، وويل: «د دې نوي حکومت [عمران خان د حکومت] واک ته تر رسېدو راهيسې د گازو بيې هم په څو ځلي لوړې شوي دي.»
د پاکستان د مالیې وزارت په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې د غنمو د واردولو دا پريکړه د پاکستان د اقتصادي همغږۍ د کونسل له خوا شوې ده چې لومړۍ جوپه به یې د فبرورۍ تر ۱۵ نيټې پورې ورسيږي.
خو دا لا روښانه شوې نه ده چې پاکستان به دغه غنم د کوم هېواد يا هېوادونو څخه وارد کړي. د مالیې وزارت چارواکو ويلي دي چې د شخصي سکتور پيريدونکي د هر چا چې وغواړي غنم واردولی شي.
د پاکستان د احصايې ادارې په حواله دغه هېواد د ۲۰۱۸م کال د وروستيو مياشتو نيولي د ۲۰۱۹م کال تر جون مياشتې پورې ۶۰۰ زره ميټرک ټنه غنم صادر کړي دي. که څه هم چې حکومت د تېر کال په جولايي مياشت کې د غنمو پر صادرولو بندیز لگولی وو، سره له دې هم د ۲۰۱۹م کال تر اکتوبر مياشتې پورې ۴۸ زره ميټرک ټنه غنم نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي چې په تېر موسم کې د غنمو تر ناوړه حاصلاتو وروسته نورو هېوادونو ته یې صادرول هیڅ معنا نه لري او غوښتنه یې کړې چې پر بندیز سربيره د غنمو د صادرولو په اړه دې پلټنې وشي.
د اپوزیسيون د گوند مشر خواجه آصف وويل چې هغه شک لري چې د غنمو بحران ښايي د يوې تېر ايستنې يا دوکې نتيجه وي.
د غنمو د بيو لوړيدو د لومړي وزير عمران خان حکومت د سختو فشارونو سره مخامخ کړی دی. پاکستان چې يو زراعتي هېواد دی په اصل کې خپل د غنمو اړتيا خپله پوره کوي. د اپوزيسيون گوندونو او يو شمير اقتصاد پوهانو په دې اړه د پلټنو غږ کړی دی چې ولې پاکستان د غنمو واردولو ته اړتيا پيدا کړې، په داسې حال کې چې د تیر کال تر وروستيو میاشتو پورې یې غنم صادرول.
bs/sr (Reuters)