1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په پاکستان کې دوه پوځیان او پنځه وسله وال وژل شوي

۱۴۰۲ مهر ۱۷, دوشنبه

د افغانستان پولې ته څیرمه په پاکستان کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو تر منځ په نښته کې دوه پوځیان او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4XJKT
د پاکستان د پوځ موټر
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان د پوځ له خوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه نښته د بلوچستان ولایت په ژوب سیمه کې رامنځ ته شوې ده. پاکستاني طالبان هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده چې پکې یې د دې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

پیښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پاکستان طالبانو یوې ډلې پر پوځیانو باندې د عملیاتو په جریان کې حمله وکړه. د نښتې په پایله کې د پاکستان د پوځ یو میجر او یو ټیټ رتبه افسر ووژل شول. پوځ بیا د پاکستاني طالبانو پنځه غړي وژلي دي.

پاکستان وایي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري چې ورڅخه پر پوځیانو باندې بریدونه پلانوي.