په پاکستان کې خونړیو بردیونو ډیرو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده
۱۳۹۱ تیر ۹, جمعهاعلان
په پاکستان کی د پنجشنبې په ورځ په دوو بمي چادونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي. له افغانستان سره په پوله کی اوه تنه سرتيري هغه وخت ووژل سول چې د هغوی د ګزمې پر وخت د سړک پر غاړه یو بم وچاودید. د سیمه ییزې ادارې په حواله دوه تنه نور د خیبر په قبایلي سیمه کې د یوه برید له امله ټپیان سوي دي. تر اوسه پورې د دغو بریدونو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. دغه ځای ته د طالبانو د اصلي مرکز په سترګه کتل کیږي.
په یوې بلې جلا پېښې کې د پاکستان په لوېدیځ کی د شیعه ګانو پر یوه بس باندې د بمي برید په پایله کې د یوه پولیس په ګدون لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل سوي دي. په کویټه کې د پولیسو په حواله په دغه برید کې څه کم ۱۹ تنه ټپیان سوي دي. دغه بس په ایران کې تر مذهبي مراسمو وروسته پاکستان ته راستنیدل.