1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې تازه مېشت افغانان وايي اخترونه یې بې خونده وي

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

ځيني هغه افغانان چې د نورو هیوادونو په نیت په پاکستان کي مېشت دي وايي، سږ اختر به يې کم ‌رنگه وي. دوی له هيواده ليروالي او ناوړه اقتصادي وضعيت سره خپل راتلونکی بې سرنوشته ګڼي او له نړیوالو غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.

https://p.dw.com/p/4SsZx
Pakistan Peshawar Maßnahmen gegen illegale afghanische Flüchtlinge
انځور: Faridullah Khan/DW

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته ډېر افغانان ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي تر څو د خوندي راتلونکي له پاره نورو هیوادونو ته ولاړ شي. له دوی زیاتره یې په ګاونډي پاکستان او ایران کې میشت دي چې له میاشتو انتظار وروسته یې لا هم اروپايي او نورو هیوادونو ته د انتقال پروسې څرک نه تر سترګرو کیږي. د معلوماتو له مخې په دغه ډله کې زیاتره د بهرنیو هیوادونو محلي کارمندان، هنرمندان، مدني او د ښځو د حقونو فعالین شامل دي.

پیمانه امیني هم له همدې افغانانو له ډلې څخه ده چې نهه میاشتې کېږي چي پاکستان ته کډواله شوې. نوموړې د اسلام آباد ښار اړوندې سیمې په یوه پلورنځي کې کار کوي او همدمره مزدوري ورکول کېږي چې د هغې په خبره یې کورنۍ پرې يوه ورځ ژوند وکړي.

امیني وايي: «لومړی اختر دی چې له وطنه لېرې یې تېروم. هر کال به اختر ته لیواله وم، نوې جامې به مو وکړې، د خپلوانو کورونو ته به تللو، مېوې او خوراکي توکي به مو پېرل، خو دا ځل راباندې اختر په کډوالۍ کې راغلی. دلته نه خپلوان شته، نه هغه لیوالتیا او د بد اقتصادي وضیعت  له امله هیڅ نه شوو رانېولی.»

پخوانۍ افغانه څارنواله په پاکستان کې له اوسېدو ویره لري

احسان انوري، بل هغه افغان کډوال دی چې، له کابو یوه کال راهیسې په پاکستان کې اوسېږي. نوموړی تر اوسه د کار په پیدا کولو نه دی توانېدلی، خو هیله لري چې اروپا ته یې د تګ کار وشي ترڅو د بې سرنوشتۍ له ژونده خلاص شي. انوري دویچه ویله ته وویل: «دلته چې کوم افغانان دي د ټولو زړونه دردیدلي، هغه مزه چي خپل وطن کي له خپلواوانو سره وي دلته نشته ».

د نامعلوم برخلیک سختې شیبې

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، له دغه هېواده د مهاجرتونو لړۍ یو ځل بیا پیل شوې‌ ده زیات شمیر افغانان د پخواني حکومت د سقوط په شپو ورځو کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د هيوادونو له خوا انتقال کړای شول، خو پر هغو سربېره يو شمېر نور یې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هيوادونو ته وکوچېدل چې تراوسه پورې د دې کډوالو او تخلیه شوو افغانانو دقیق شمیر نه دی اعلان شوی.

که څه هم د طالبانو مشران بیا بیا غوښتنه کوي چې بهر تللي افغان دې هیواد ته ستانه شي، خو ځیني افغان ګډوال په دې باور دي چې، په هيواد کې لا هم بشري سرغړونې کېږي، اقتصادي وضعیت ناسم دی، د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي او د کار زمینې نشته چې له امله یې افغانستان بیرته تګ ته زړه نه ښه کوي.

پاکستان کې افغان کډوال: د کورونو نه موندلو مو ژوند تریخ کړی

په پاکستان کي میشت سید اسمعیل ارین يو بل افغان کډوال بیا وايي چې، د کډوالۍ ژوند عادت کړل څو هڅه وکړي او که له وطنه لېري هم وي خپل راتلوونکی جوړ کړي: «د مسافر اختر سخت وي، مګر موږ هم باید خپل هڅه وکړو تر څو خپل رسم او دود ژوندی وساتو، دا د مسلمانانو د خوشالۍ ورځ ده، نو موږ هم باید خپل تر توان دا ورځ ولمانځو.»

نوید شفیع ‌زاده بیا هغه افغان دی چې له نویو هيلو سره یې په پاکستان کي ژوند پیل کړی دی. هغه چې له یوې مودې راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام  آباد کې له یوې افغان نانوايي سره کار کوي، د خپل ژوند د پرمخبیولو له پاره عاید ترلاسه کوي.

پر افغانستان سربېره، ایران، ترکیه او تاجیکستان له هغوو هيوادونو دي چې، د پخواني حکومت تر سقوط وروسته یو زیات شمېر افغان ور کډوالشوي دي او اوس هم دريم هيواد ته د انتقاليدو په تمه په دغو هیوادونو کې د مهاجرت سختې شپې او ورځې تیروي.

د شمیرو له مخې په پاکستان او ایران کې لا دمخه په میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي.

د يادولو وړ ده چې د ترکیې په شمول، پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د ناقانونه افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ته شدت ورکړی دی.

په افغانستان کې مخ پر زیاتیدونکې بې کاري او خراب اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی دی چی د دي هیواد ډېر ځوانان ان د خطرونو په قبلولو سره نورو هیوادونو په تیره بیا اروپايي هیوادونو ته ناقانونه مهاجرت وکړي.

ز.ف / خ. ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie