په پاکستان کښي د ترهګرۍ ضد مبارزې پاي نه ليدل کيږي
۱۳۸۷ شهریور ۴, دوشنبهد سوات درې ته پاکستانی اطريش هم ويل کيږي، ولي چي پدغه ځای کښي چي سترګي ديد کوي نو شنې غونډۍ او د طبيعت ښايسته منظرې تر سترګو کيږي . خوپه دغه دره کي هم د پاکستان د نوروسرحدي سيمو په ډول د اونيو راهيسي جګړه روانه ده .
ددغه ځای يو اوسيدونکی وايي ،چي:« په کم ځای کي چي زه اوسېږم هلته جنګي الوتکي بمبارۍ کوي ،چي په هغه کښي ډیر کورونه نړيدلي دي . وضع ډېره خرابه ده. کوچنيان، ښځي او څاروی د جګړې قربانيان دي .موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چي زموږ په سيمه کي بېرته ثبات او ټيکاو راولي .»
تاسو د يوه داسي ځايي اولسي کس خبري واورېدې چي د خپل کور پرېښودلو ته اړسوی دی او په يوه کمپ کي ژوند کوي . په تيرو اونيو کي تر سلو زرو زيات انسانان د خپلو کورو پرېښودلو ته اړ سوي دي ،تر څو د يوې خواد حکومت د عملياتو او د بلي خوا دتندلارو د ډار اچونې څخه ځانونه وژغورلای سي. په زرګونو انسانان د امنيت په تلاش کي سرګردانه دي.
يوه ښځه وايي:«طالبانو زموږ په سيمه کي د پوليسو ديوې قومندانۍ تر څنګ يو حکومتي مکتب هم له منځه يووړی . پاکستانی پوځ په درنو وسلو سره پدغه سيمه کي ځای پر ځای دی ،او د لاډیرو عملياتود بيري خلګ د سيمي څخه په تېښته کي دي .»
دپاکستان حکومت د ځايي طالبانو سره په جګړه بوخت دی او کوښښ کوي چي دغه ناکراره سيمه بېرته کاملأ تر خپلې ولکې لاندي راولي. د پاکستان د پوځ یو پخوانی جنرال طلعت مسعود چي اوس د يوه منلي سياسي څېړونکي په سترګه ورته کتل کيږي ، وايي چي جنګ يوازنۍ لاره نده، خو دپاکستان حکومت بېله جګړې هم خپل هدفونه پر مخ نسي بيولای،دی وايي:«موږ نور څه کولای سو؟ ايا موږ د قاتيلينو پر خوا درېدل غواړو او که د مقتولينو؟ دا د حکومت مهمه وظيفه ده چي خلکو ته ثبات راولي. دپاکستان خلګ بايد پدې ځان پوه کي چي دغه فوځي عمليات نه د ورځو خبره ده او نه هم د اونيو او مياشتو.»
طالبان د پوځي عملياتو جواب په ترهګرۍ او بېري اچولوسره ورکوي چي کارپوهان ورته د ناانډولۍ د جګړې نوم ورکوي . چي په ترڅ کي يې طالبان د پاکستان پر فوځي تأسيساتو ځانمرګي بريدونه تر سره کوي .مثلأ د اسلام آباد په دېرش کلوميترۍ کي د وسلو پر فابريکو ځانمرګي بريدونو .
ددې معلومول مشکله خبره ده چي د کم بريد تر شا څوک ولاړ دی، خو داڅرګنده ده چي د بريدونو قربانيان ولسي خلګ دي. طالبان د بيري اچولو تاکتيک په کار اچوي چي د حکومت سره يې سم جواب نسته.
د پاکستان دايتلافي حکومت په ګوندونو کي هم ږغي نسته. د مشرف تر استعفی وروسته د پيپلز ګوند او د مسلم ليګ ګوند تر اوسه د شفاف سياست او تګلارې په منځ ته راوړو کي پاته راغلي دي.
طلعت مسعود وايي:«مشکل دادی چي د حکومت مشرتابه په خپل منځي ستونزو اخته ده.دحکومت د نه هم ږغۍ او غېرشفافه سياست څخه تند لاري پوره ګټه اخلي .»