1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کې یوه لار د احمد شاه مسعود په نامه ونومول شوه

۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبه

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د احمد شاه مسعود د يادون په موخه د سړک يوه لوحه نصب شوه. په دغو مراسمو کې د مسعود د پلويانو او د هغه د زوی تر څنګ ځينې فرانسوي حکومتي استازو هم ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/3rGwr
Ahmad Schah Massoud Mujaheddin-Kämpfer Afghanistans ARCHIV 1986
انځور: AP

د احمد شاه مسعود پلويانو د پاريس په پلازمېنه کې د يوې لوحې د نصبولو په غرض غونډه کړې وه. د هغه پلويانو د افغانستان د جګړې د يوه اصلي لوبغاړي نقش وستايه او هغه يې له «پولو ها خوا يو قهرمان» وباله.

سره له دې چې د احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود،‌ خپل پلار د «ملي‌‌ يووالي سمبول» وباله، خو په افغانستان کې بعضي خلک ورته تر اوسه پورې د ډېرو نورو جنګسالارانو په څېر د افغانستان د جګړې د يوې اصلي څېرې په سترګه ګوري.‌ 

Flash-Galerie Militärparade Afghanistan
انځور: AP

احمدشاه مسعود ولي په فرانسه کي تل مطرح دی؟

د بین المللي او ستراتیژیکو مطالعاتو محقق، ډاکتر کریم پاکزاد د دویچه ویلي سره په مرکه کي وویل، چي په فرانسه کي د احمدشاه مسعود شهرت ۱۹۸۰ مي لسیزي ته ورګرځي. هغه وايي، «د احمد شاه مسعود شهرت تقریبأ ۴۰ کاله مخته ورګرځي، هغه وخت چي یې په پنجشیر کي د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پرضد مقاومت رهبري کوله. په هغه وخت کي احمدشاه مسعود د هغو فرانسوي ورځپاڼه لیکونکو څخه چي په مشکل سره د غیرقانوني لارو څخه پنجشیر ته ورتلل او هم هغو بې سرحدو ډاکترانو پواسطه، چي هغوی هم فرانسویان وه او د مجاهدینو او خلګو د علاج دپاره ورتلل، په فرانسه کي شهرت پیدا کړ.»

د پاکزاد په نظر په ۲۰۰۱ م کال کي پاریس ته د احمدشاه مسعود سفر او د القاعده د شبکې په هکله د هغه خبرداری ددې سبب سو، چي هغه په فرانسه کي مطرح او شهرت پیدا کړي:« هغه پاریس ته راغی، تر څو نړی ته اخطار ورکړي، چي په افغانستان کي د القاعده موجودیت او طالبانو اسلام پالنه کیدلای سي، ستاسي دپاره هم خطر رامنځته کړي او راسی زموږ سره کومک وکړی. خو په هغه وخت کي ډیر کومکونه  ونسول.»

د افغانستان د سولي د عالي شورأ رییس، عبدالله عبدالله چي د طالبانو پرضد د مقاومت پروخت د احمدشاه مسعود یو د نژدې کسانو د جملې څخه ؤ، په خپله فیسبوک پاڼه کي لیکلي دي چې څو ساعتونه وړاندې په فرانسه کې د احمد شاه مسعود په نامه یوه لوحه نصب شوه او یوه سیمه یې په نامه شوه. 

د۱۳۷۵ هجري شمسي کال د میزان پر شپږمه د  طالبانو پواسطه د مجاهدینو د حکومت تر سقوط وروسته، مسعود د افغانستان په شمال کي د طالبانو پر ضد جبهې رهبري کوله او د ۲۰۰۱ م کال په ډسمبر کي د یوه عرب په دوو بمونو کي، چي خپل ځان یې ژورنالست معرفي کړی ؤ، په تخار ولایت کي ووژل سو. 

د افغانستان په »جهاد« کي د هغه رول او طالبانو پرضد مقاومت یې د دې سبب سو، چي د افغانستان په اساسی قانون کي هغه ته د ملي قهرمان لقب ورکول سي. په کابل کي یوه څلور لارې هم د هغه په نامه نومول سوې ده.