په ټوله نړۍ کې مشهور موږک «ميکي ماوس»۹۰ کلن شو
د میکي ماوس رول پیل د ۱۹۲۸ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۸ پر یوې لويې پردې (سکرين) باندې شوی وو. د وخت به تیریدو سره ميکي ماوس د مختلفو فلمونو او کارټون سیریالونو یوه برخه وګرځیدله چې نن له نړیوال شهرت څخه برخمن دی.
ټاکل شوې وه چې د ميکي ماوس رول له پاره د «مورټیمر» ورکړل شي، خو د والټ ډزني، چې د دې کارتون اصلي رامنځته کونکی دی. میرمنې ورته د «ميکي» نوم د ایښودلو مشوره ورکړه.
ميکي ماوس د ۱۹۲۸م کال د نومبر میاشتې په ۱۸ نیټه د امریکا د نیویارک ښار د کالوني تیاتر پر یوې پردې را څرګند شو.
ميکي ماوس تر «سټیم بوټ» مخکې د «پلین کریزي» په نوم د یو بې غږه فلم برخه وه، چې په خپل وخت خپور نه شو.
ميکي ماوس تر ۱۹۳۵ میلادي کاله پورې یوازې په تور او سپین شکل کې وو چې وروسته بیا د تخنیک له پرمختګ سره د والټ ډزني په خپل غږ کې په رنګه شکل یې خپریدل پیل شول.
والټ ډزني د «فانتازیا» د کارتون سیریال د ښه موزیک او کرکټرونو له امله په ۱۹۴۲ م کال کې آسکار جایزه ترلاسه کړه.
په ۱۹۸۳ م کال کې له «مکیز کرسمس سټوري» سره د ميکي ماوس رول د بریالیتوبونو او شهرت اوج ته ورسید.
ميني ماوس او ميکي ماوس یو له بل څخه نه جلا کیږي. په اصل کې ميني ماوس هم خپل رول په ۱۹۲۸ م کال کې د یوې سکرترې او خبریالې په توګه پیل کړی وو.
ميکي ډیر دوستان هم لري. د پلوټو رول په ۱۹۳۰ م کال کې پيل شو چې په هغه وخت کې یې نوم «روور» وو. دا د ميکي ډیر ښه ملګری دی.