په ټاکنو کي د جنگسالارانو د گډون اندېښنه
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبهپه افغانستان کي د بشري حقونو مدافع سازمانونه په ټاکنو کې د جنګسالارانو پر احتمالي ګډون نیوکه کوي او له دې کار څخه اندیښمن دي.
د افغانستان د بشر د حقونو سازمان اجرایوي مشر موسی محمودي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نړیواله ټولنه او د ټاکنو کمېسیون باید دغه کسان په ټاکنو کي له ګډون څخه را وګرزوي.
د محمودي په خبره د نړیوالو قوانینو په روڼا کې د بشر د حقونو پايمالونکي په ولسي او دیموکراتیکو پروسو کې د ګډون حق نه لري:
«هغه کسان چې په تیرو کلونو کې د بشري حقونو په پايماله ونه تورن دي او یا همدا اوس بشري حقونه تر پښو لاندي کوي، باید په ټاکنو کي يې د گډون مخه ونیوله شي او په هغه بهیر کې چې روڼ وي او د خلکو راتلونکې ورسره تړلې وي په هغه کې باید د ګډون حق ور نه کړل شي.»
د افغان ولسمشرحامد کرزي په وار ورا د طالبانو پر مشر ږغ کړی دی چې د سولي له پروسې سره يو ځای شي او په انتخاباتو کي حتی ځان کانديد کړي. دا په داسي حال کي ده چي د ملا محمد عمر نوم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دی او د دغه سازمان په وينا په افغانستان کي ملکي وگړو ته ډيره مرگ ژوبله د طالبانو په بريدونو کي ور اوښتې ده.
په تیرو لسو کلونو کې د بشري حقونو مدافع سازمانونو نه یوازي دا چې په دیموکراتیکو پروسو کې د بشري حقونو د تر پښو لاندي کوونکو د نه اجازې ږغ پورته کړی دی، بلکې د هغوی د محاکمې غوښتنه یي هم کړي ده. خو تر اوسه د افغانستان قضايي ادارې په دې نه دي توانیدلي چې د دغو کسانو له پاره دوسیې پرانیزي.
د قضايي چارواکو په خبره، د دغو کسانو یو شمیر یي په لوړو حکومتي چوکیو کي کار کوي او ځیني نور یي د وسلو او پیسو خاوندان دي چې په اوس وخت کي قانون ورباندي عملي کول ګران کار دی.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، تر هغه چي د تورن کس په اړه محکمې پرېکړه نه وي کړې هغه په ټاکنو کي د گډون حق لري. د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:
«د ټول ټاکنو کمېسیون نه یوازي دا چې د افغان دولت مخالفینو ته په ټاکنو کې د ګډون بلنه ورکوي، بلکي د محکمې تر پریکړي دمخه چي د تورن کس په اړه ئې پريکړه نه وي کړې، هغه ته د گډون اجازه ورکول کیږي، ځکه ښایي داسي ډیر کسان د حکومت په دننه کې وي چې ورته تورنه ورباندي لگول شوي وي. خو پر تورونو کسانو د محکمې تر پریکړي دمخه د بشري حقونو د پايمالونکو نوم ايښوول ناسم کار دی.»
په افغانستان کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په قانون کې د داسي مادې د ځایولو غوښتنه هم کړې ده چې له مخې یې د بشري حقونو پايمالونکي او جنګي جنایت کارانو ته په ټاکنو کې د ګډون حق نه ورکول کیږي.
خو دا غوښتنه تر اوسه پوري نه ده منل شوي او نه هم دا روښانه ده چې آیا د بشري حقونو پايمالونکي به وکړای شي چي په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې چې په راتلونکي پسرلې کې تر سره کیږي ګډون ولري که څرنګه.