1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په يونان کې د مهاجرو يو کمپ قرنطين شوی

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

اتن ښار ته نږدې دغه کمپ له هغه وروسته قرنطين شو، چې په کرونا ویروس د ۲۱ مهاجرو اخته کيدل تشخیص شول. په يو نان کې دا لومړی کمپ دې چې د کرونا ويروس خپريدلو له کبله قرنطين کيږې.

https://p.dw.com/p/3aObr
Coronavirus Griechenland Flüchtlingslager Ritsona
په يونان کې د مهاجرو يو کمپانځور: Reuters/A. Konstantinidis

د يونان د مهاجرت وزارت له هغه وروسته چې په ريستونا کمپ کې پر کووید ۱۹ ناروغه شویو کسانو اخته کيدل تثبیت کړل، اضافه پرسونل هغه سيمې ته استلوی دی. دغه کمپ چې د آتن په ۷۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، اوس ۲۵۰۰پناه غوښتونکې پکې ژوند کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اونۍ په پيل کې د دې کمپ يوې اوسيدونکې ښځې په يو روغتون کې ماشوم وزيږاوه او هلته جوته شوه چې دغه ښځه په کرونا ويروس اخته ده. د مهاحرت وزارت ويلې دي چې په دې ترڅ کې د ۲۰ نورو کسانو د وينې لابراتوارې معاينې هم مثبتې وې. خو ويل کيږې چې د دغه کمپ کارکوونکې په کرونا نه دي اخته شوي.

د کرونا بحران: د يونان په ټاپو ګانو کې د پناه غوښتونکو د کمپونو، خالي کولو غوښتنه

په ټوليزه توګه په دغه کمپ کې ۶۳ کسان معاينه شوې. تر اوسه په هيڅ کوم کس کې د کوويد ‍۱۹ ناروغۍ علایم نه دې ښکاره شوې. ويل شوي چې ازمايښتونه اوس هم روان دي.

د يونان د مهاجرت وزارت په وینا، اوس مهال د کمپ په دننه کې تګ راتګ باید د ۱۴ ورځو له پاره محدود کړای شی. د دغه محدودیت څارنه پوليس کوي.

د لومړې وزير له خوا ستاینه

Coronavirus Griechenland Flüchtlingslager Ritsona
اتن ښار ته نږدې دغه کمپ له هغه وروسته قرنطين شو، چې په کرونا ویروس د ۲۱ مهاجرو اخته کيدل تشخیص شولانځور: Imago Images/ANE Edition

د يونان لومړي وزیر په دې وروستيو کې د پناه غوښتونکو په کمپونو کي د حفاظتي اقداماتو ستاینه وکړه. هغه سي ان ان ته وويل مقامات په ډيره ښه توګه چمتو دي چې د دغه ناروغتيا د رامنځ ته کيدو پر مهال، د پناه غوښتونکو تماسونه وڅاري. هغه په دې اړه ويلې: »موږ به دغه ډول هغه څه چې زموږ په کمپونو کي پيښيږې، په ژوره توګه  وڅارو او موږ به طبی امکاناتو برابرولو ته دوام ورکړو.«

د فبرورې مياشتې په وروستیو کې یونان وويل چي يو کس په کرونا اخته شوی دی، په دغه موده کې د کوويد ۱۹ د ناروغانو شمير ۱۴۱۵ کسان ثبت شوی او په دغه ویروس د ناروغه کيدو له کبله ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې.

د یونان په دغه کمپ کې پر کوويد ۱۹ د دغې ځوانې مور ککړيدل لومړنۍ پيښه ده، چې د ريتسونا په کمپ کي وضعیت ډير خراب نه ښکاره کوي. خو نور کمپونه چې ډير مهاجر پکي ځای شوي، د اژه دریاب په ختيځو کمپونو کي، چې په لسونو زره مهاجر پکې ژوند کوي، پناه غوښتونکې د کرونا ويروس د خپريدلو له ګواښ سره مخ دي.

کارپوهان وايې چې په دغو کمپونو کې پناه غوښتونکې طبي اسانتياو ته لاس رسې نه لري.

د پناه غوښتونکو په کمپونو کي د ناورين رامنځ ته کیدلو په اړه انديښنې

يونان د هغو پناه غوښتونکو له پاره د اروپاې اتحاديې پر لور په اصطلاح يوه دروازه ده، چې له منځني ختيځ او نورو سیمو څخه د جګړې او فقر له کبله تښتې. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کلونو کې تر يو ميليون زيات کسان د دغه هیواد له لارې اروپا ته تير سوي.

د يونان د کمپونو يو انځوريز البوم، آرشيف: