په يخ کي لامبو، د روسانو خطرناک دود
پر دې سربيره چي هوا ډېره يخه وي، روسان کنگل ماتوي او پکښې لامبي. دا د روسیې په ډیرو برخو کې یو زوړ دود دی. انځورونه یې دلته وګورئ.
په سړې هوا مستي
منفې ۳۰ درجې سړه هوا په سایبریا کې د لامبو د دغو مینه والو مخه نه شي نیولای. هغوی د واورې په لور له منډې سره په ژمي کې د لامبلو د فصل پیلیدل لمانځي.
زړور ماشومان
دوه کلنه الیسا او اووه کلنه لیزا له همدې وخته ځان له ژمنۍ لامبو سره بلدوي. په وروستیو کلونو کې تر ۳۰ زرو ډیرو کسانو په مسکو کې دغه لامبو آزمویلې ده.
آرامي په ډیرو سړو اوبو کې
که څه هم دغه سړی آرامه او اسوده ښکاري، خو هغه په ګرمو اوبو کې نه دی. هغه په نووسیبیرسک ښار کې له یخې هوا خوند اخلي. ځینې کسان ښايي دغو اوبو ته له لویدو سره د زړه له حملې سره مخامخ شي. خو د ژمنۍ لامبو مینوال وایي چې په سړو اوبو کې لامبو سړی بیا ځوانوي.
اوونۍ کې یو ځل لامبو
هغه کسان چې په سړو اوبو کې لامبو وهي، ځانونه «مورژي» چې یو ډول سمندري حیوان دی، بولي. هغوی په اوونۍ کې یو ځل سره ویني او پرتله له کوموساتونکو وسایلو ځانونو په یخو اوبو کې اچوي. داسې لکه چې په ګرمو اوبو کې لامبي.
زر ستنې
د نووسیبرسک اوسیدونکي دغه شان یخونه ماتوي او په اوبو کې لامبي. یوې میرمنې په یخو اوبو کې تر ننوتو وروسته وویل: «داسې وو لکه چې څوک مې یو ځل په ځان کې زر ستنې ووهي.»
په یخ کې د تعمید غسل
په یخو اوبو کې تر ټولو مشهور لامبو، د تعمید مذهبي غسل دی. ارتوداکس مسیحیان د جنوري په ۱۹مه نیټه تر یو لړ مذهبي مراسمو وروسته په یخو اوبو کې د تعمید غسل ترسره کوي. د دې دود له مخې اوبه په دې ورځ مقدسې وي. معتقدان غواړي چې له دې کار سره خپلې ګناوې پاکې کړي.
د مینوالو ډیریدل
د ۱۹۱۷ کال تر انقلاب مخکې ډیرو کمو کسانو په یخو اوبو کې لامبو وهله. د پخواني شوروې اتحاد تر له منځه تلو وروسته، د دغه شان لامبو مینه وال ډیر شوي دي.
خطرناکه شوق
که یو څوک تجربه و نه لري، نو په یخو اوبو کې لامبو ډیره خطرناکه ثابتیدای شي. دا ځکه چې د انسان بدن ۲۵ وارې ژر خپله تودوخه له لاسه ورکوي. که یو څوک عادت و نه لري نو کیدای شي چې تر درو دقیقو په لږ وخت کې له هوشه ولاړ شي او پر دې سربیره د مرګ ګواښ هم موجود دی.