1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

يخچالي لارۍ کې د ۳۹ مهاجرو په مړینه کې ښکیل کسان محکوم شوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

په یوه یخچالي لارۍ کې د ۳۹ تنو ویتنامي پناه غوښتونکو د مړينې تر پيښې وروسته د لومړي ځل له پاره یوې محکمې د دغې قضیې په ارتباط د بند سزا حکم صادر کړې دی.

https://p.dw.com/p/3iTka
Großbritannien | 39 Leichen in LKW Container gefunden
انځور: picture alliance/dpa/S. Rousseau

د ویتنام د حکومتي رسنیو د سه شنبې ورځې د رپوټونو په حواله څلور تنه تورن کسان چې د ۲۶ او ۳۶ کلونو ترمنځ عمرونه لري د دوه نیم تر اووه نیمو کلونو ترمنځ د بند په سزا محکوم شوي دي.

د رپوټونو په اساس دغه حکم د دوشنبې په ورځ د ویتنام د مرکزي ایالت ها تینه، کې د یوې محکمې له خوا صادر شوی دی.

د ولایت د رسمي ورځپاڼې په حواله دغه کسان د«غیرقانوني مهاجرت د سازمان ورکونې او وساطت» له امله محکوم شوي دي. درې تنه نور نقدې جریمه شوي دي. نګوین دینها ګيا، چې خپل ۲۰ کلن زوی یي په دې غمیزه کې له لاسه ورکړی دی د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د هغه له نظره تورن کسان باید بندیان نه شي.

هغه وویل: «په قضیه کې ښکیلو کسانو یوازې غوښتل مرسته وکړي، چې دغه پيښه رامنځته شوه.»

نوموړي زیاته کړه چې د هغه قانوني سن ته رسیدلی زوی په خپله خوښه له دې ډلې سره یوځای شوی دی«څو یو ښه ژوند ولري، پيسې وګټي او زمونږ فقر او بی وزلي راکمه کړي.» د هغه زوی غوښتل چې په انګلستان کې د نوکانو د ښکلاء په یوه سینګارتون کې کار وکړي.

د ۳۹ تنو ویتنامي پناه غوښتونکو مړي د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په پای کې د لندن ښار په ختیځ یوه صنعتي سیمه کې په یوه یخچالي موټر کې موندل شوي وو.

د جسدونو د معاېنې د رپوټ پر بنسټ دغه انسانان چې په کانتینر کې بند کړای شوي وو د سا اخیستلو له پاره د اکسیجن د کمښت او تر اندازې زیاتې ګرمې له امله مړه شوي دي. دغه ویتنامیان د یوې کښتۍ په وسیله له بيليجم څخه بريتانيا ته لیږدول شوي وو.

د دې پيښې په ارتباط چې تیرکال په اکتوبر میاشت کې رامنځته شوې وه او په نړۍ کې د یوه وحشت سبب شو ډیر شمیر شکمن کسان په بریتانیا، فرانسې، بیلجیم او آلمان کې ونیول شول. همدارنګه د دغې یخچالي لارۍ موټر چلونکی ونیول شو او ځان یي ګرم یا مقصر ګڼلی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص