په ويتنام کې د کوڅو د سلمانيانو سرغړونه
د ويتنام چارواکي له کلونو راهيسې په لويو ښارونو کې د نظم د ټينگولو هڅې کوي. د هغوی له نظره د سړکونو د سر دوکانداران، سلمانيان او سوالگر د يوه لوی عصري ښار له شانه سره نه جوړيږي. خو سلمانيان بيا هم ياغيتوب کوي.
د ويښتو او ځان ښه سنبالول
په ويتنام کې خلک ظاهري بڼې او د ويښتو او ځان ښه سنبالولو ته ډېر اهميت ورکوي. پاکې جامې او اصلاح شوي ويښتان ډېر مهم دي. خلک د سړک پر سر سلمانۍ کې تم کيدو او د ويښتو اصلاح کولو ته وخت پيدا کوي. تقاضا چې ډېره وي نو بيا وړاندیز هم موقع پيدا کوي. چارواکي یې په مقابل کې هیڅ هم نه شي کولی.
ږيره هم خرېدل کیږي
وينتاميان ډېر سلمانۍ ته ورځي. ځيني نارينه خو په اوونۍ کې څو وارې د ږېرې خرېلو له پاره نایانو ته ځي.
د غوږونو پاکول
د سړکونو د سر سلمانيان چې په ځانگړو څراغونو او نورو اړوندو وسايلو سنبال وي، غوږونه هم پاکوي.
گرځنده سلمانۍ
په عمومي توگه سلمانيان په هماغه يوه ځای کې خپلې «سلمانۍ» جوړوي. په دې ډول نو مشتريان مجبور نه وي چې خپل د خوښې په سلمانۍ پسې ډېره لټه وکړي. خو که چېرې په يوه سيمه کې له پوليسو ډېر تنگ شي نو بيا ژر يوه بله سيمه انتخابوي.
غیر رسمي سيکتور
سلمانيان هم لکه د نورو ويتناميانو درې پر څلورمه برخه، په غیر رسمي توگه کار کوي. يعني کار یې هیڅ چیرته ثبت نه دی، ماليه نه ورکوي او هیڅ ډول خونديتوب نه لري.
د نارينه وو کاروبار
لکه څرنگه چې په انځورونو کې ليدل کيږي، سلمانيان او مشتريان یې يوازې نارينه دي. ويتنامۍ ښځې وايي چې هغوی يوازې يوې سمي سلمانۍ يا آرایشگاه ته ځي. علت یې دا ښوول شوی چې هلته د ويښتانو د پریوللو امکانات شته. سربيره پر دې ښځې نه غواړي چې د سړک پر سر ورته د لارويانو نظرونه ور وگرځي.