په هوا کې د پرواز هیلې او هوایې تاریخي پیښې
هوایې پيښي په وار وار سره انسانانو ته د پرواز کولو خطرات ور په یادوي. که څه هم د پروازونو تاریخ د ډیرو پيښو شاهد دی، خو بیا هم دا د سفر کولو تر ټولو مطمئنه لار گڼل کیږي.
«فکري تکامل» او د ابزار جوړوني بهیر بالاخره انسان په هوا کې د پرواز کولو خپلي پخوانۍ هیلي ته وساوه. د ۱۷۸۵ میلادي کال د جنوري میاشتې پر ۱۵ نیټه دوه تنه فرانسویان د خپل بالون په رالوېدو سره د هوانوردۍ د تاریخ لومړي قربانیان ول. سوفي بلانشار، لومړۍ ښځه وه چې په ۱۸۱۹م کال کې د بالون په اور اخیستنه کې ووژل شوه.
د۱۸۹۶م کال د اگست میاشتې پر نهمه نېټه اوتو لیلینتال، چې د هوانوردۍ صنعت له مبتکرانو څخه شمیرل کیږي د خپل اختراع کړي کایتي(د الوتکي ابتدایې شکل) په رالوېدو کې ووژل شو.
د ۱۹۰۸م کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۷ نیټه رایت، د خپلي الوتکې په رالوېدو کې توماس سلفریج مړ او اورویل سلفریج ټپۍ شوه. سلفریج لومړی شخص وو چې په امریکا کې د خپلي الوتکي د رالوېدو په پيښه کې ووژل سو.
د زپلین په راتگ سره چې هوایې کښتۍ هم ورته ویل کیږي د قربانیانو شمیر زيات شو. د زپلین لومړۍ رالوېدنه په ۱۹۱۰م کال کې په آلمان کې وه. په دغه پيښه کې پنځه انسانان ووژل شول.
د دوو الوتکو د ټکر لومړۍ پيښه د ۱۹۲۲م کال د اپریل میاشتې پر ۷ نیټه په فرانسه کې رامنځ ته شوه. همدارنگه په ۱۹۷۷م کال کې په فرانسه کې د دوو الوتکو د ټکر په نتیجه کې ۵۸۳ انسانان ووژل شول چې دا د دوو الوتکو د ټکر له امله د رامنځ ته شوو تلفاتو تر ټولو لوړ رقم دی.
د ۱۹۳۴م کال د جولای میاشتې پر ۲۷ نېټه د سويس ایر یوه الوتکه د آلمان په ورملینگن سیمه کې را ولوېده چې۱۲کسان پکښې ووژل شول.
په ۱۹۳۷م کال کې په امریکا کې د «هیندنبورک» په نامه زپلین د اور اخیستني له امله ۳۶ انسانان ووژل شول. په دې پيښه کې ۶۲ کسان و ژغورل شول.
د۱۹۳۷م کال د نومبر مياشتي پر ۱۶ نیټه د ۳ / ۵۲ یونکر مډل الوتکه چې له فرانکورت څخه د لندن پر لور روانه شوې وه د خرابې هوا له امله اضطراري ناستې ته اړ شوه، چې د کښیناستلو پر مهال د یوې کارخانې له دودکش سره ټکر کوي او ټول ۱۱ تنه سپاريان پکښي وژل کيږي.
د۱۹۴۰م کال د اگست مياشتي پر ۳۱ نیټه د«داگلاس دي سي ۳ آ» الوتکي ۲۵ تنه سپاريان ووژل شول. دغه الوتکه برښنا وهلې وه. امریکایې سناتور ارنست لاندین هم د دغې پيښې قرباني شو.
د۱۹۴۰م کال د نوامبر میاشتي پر اتمه د یونکر یوه الوتکه د فلپ کنترول د «یخ وهنې» له امله راولوېده. په دغه الوتکه کې ۲۲ انسانان ووژل شول.
د ۱۹۴۳م کال د جون میاشتي پر لومړۍ نیټه د آلمان پوځي الوتکي د بیسکایا خلیج په فضا کې پر یوې ملکي الوتکې يرغل وکړ. دغه الوتکه چې د پرتگال له مرکز لیزبون څخه د انگلستان پر لور الوتې وه، ټول۱۷ سپاريان پکښې ووژل شول.
پر ملکي الوتکو د پوځي بریدونو بیلگې هم موجودې دي. په ۱۹۸۸م کال کې د امریکا د «یو اس اس وینسنس» جنگي بیړۍ له خوا د ایران پر مسافر وړونکي الوتکي د برید په پایله کې د دغې الوتکې ۲۹۰ تنه مسافر ووژل شول. تیر کال د اوکراین په فضاء کې پر مسافروړونکي الوتکې د راکټي برید په نتیجه کې د دغې ۲۹۵ تنه سپاريان ووژل شول.
د ۱۹۴۵م کال د جولای پر ۲۸ په امریکا کې د امپایر سټیټ بیلډنگ له ۷۸ او ۷۹ پوړونو سره د «بي ۲۵» ډوله امریکایې بم غورځونکي الوتکې د جنگېدو له امله په ودانۍ کې دننه ۱۱ تنه او د الوتکې درې تنه خدمه ووژل شول.
د۱۹۴۵م کال د می میاشتي پر ۴ نېټه د G-212 ډوله الوتکې د رالوېدو له امله د ایټاليا د آ ث فوټبال لوبډله ټوله ووژل شوه.
د ۱۹۴۸م کال د جولای مياشتي پر ۱۶ نیټه په اول وار د یوه هوایې شرکت د الوتکې د یرغمل نیولو هڅه شنډه شوه، خو الوتکه په درياب کې ولوېدله.
د فرانسې او بریتانيا گډ محصول د(کنکور) مسافر وړونکي الوتکي د ۱۹۶۹م کال د اپریل مياشتي پر دویمه نیټه خپل پرواز پیل کړ. دغه الوتکه د صوت دوه برابره سرعت لري.
په ۲۰۰۰م کال کې په پاریس کې د کنکور د رالوېدو تر پيښي وروسته چې ټول سپاريان یې ووژل شول متخصصان د الوتکي د موټور نیمگړتیا ته متوجه شول. د ۲۰۰۳م کال د نومبر میاشتي پر ۲۶ د دغي الوتکي وروستی پرواز وو.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۱نیټه په نیویارک کې له دوو سواگریزو ماڼیو سره د دوو مسافروړونکو الوتکو د جنگیدو له امله ۳۰۱۸ انسانان ووژل شول. دغه ترهگر برید د القاعدې شبکې د ترهگرو له خوا ترسره شو.
له ۲۳۹ تنو سپارليانو سره د MH370 ډوله مالیزیایې الوتکي ورکېدل چې د موندنې له پاره یې ټولې هڅې بې نتیجې شوې او تر اوسه پوري يې د رالوېدو علت هم معلوم نه دی.
پر سړکانو باندي د حادثو په پرتله هوایې پروازونه اوس هم د سفر تر ټولو ډاډمن، اسانه او چټکه وسیله کڼل کيږي.