1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې مېشت سرتېري افغانستان ته له ستنېدو وېره لري

۱۴۰۱ تیر ۲۵, شنبه

په هند کې د افغانستان سفارت تاییدوي چې د پخواني افغان حکومت لسګونه پوځي افسران چې د هند له پوځي اکاډمۍ فارغ شوي دي، افغانستان ته له ستنېدو وېره لري. د دغو فارغانو شمېر څه باندې ۱۷۰ تنو ته رسېږي.

https://p.dw.com/p/4EEfM
Afghanistan ISAF Soldaten bei Bagram 29.05.2014
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Brendan Smailowski/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدو او د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، شاوخوا ۱۷۲ افغان پوځي افسران د هند له بېلابېلو پوځي اکاډمیو څخه فارغ شوي دي.

 په ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي چې د هند له پوځي اکاډمۍ څخه شاوخوا ۴۳ افغان افسران فارغ شول.

په هند کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول عبدالحق آزاد وايي چې دغه نوي فارغ  شوي پوځي افسران افغانستان ته له تګ څخه وېرېږي: «دوی اوس هم په هند کې دي او افغانستان ته له تګ څخه وېرېږي. ځکه چې دوی نه پوهیږي چې هلته  به یې برخلیک څه ډول وي.»

نوموړی زیاتوي، له هغه وخته چې د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د رژیم له خوا پخواني سرتېري اوس هم نیول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي، دغه پوځي فارغان نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

خو طالبانو  له هند څخه افغانستان ته د دغو پوځي فارغانو د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت "هیله څرګنده کړې" چې دغه پوځي فارغان به بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

 د دغه وزارت ویاند ویلي، که دوی افغانستان ته راستانه شي، «د طالبانو حکومت به په پوځي او دفاعي برخو کې د دوی له مهارتونو کار واخلي».

 د دغو پوځي فارغانو د لومړۍ ډلې برخلیک به څه وي ؟

عبدالحق ازاد وويل: د پوځي محصلينو لومړۍ ډله د روان کال په پيل کې فارغه شوه، غړي يې د انګريزي ژبې په يو کلنو کورسونو کې شامل شوي دي او  د هغو کسانو لپاره چې تازه فارغ شوي دي، سفارت هڅه کوي دوی ته هم د انګلیسي په کورسونو کې د شاملیدو فرصت برابر کړي.»

په زرونو افغانان په هند او پاکستان کې بند پاتې دي

په هند کې د افغانستان د سفارت ویاند ټینګار کوي چې له هندي چارواکو سره یې خبرې پیل کړي دي څو هغو محصلینو ته چې تر دې دمه فارغ شوي دي، د برخلیک تر روښانه کېدو پورې په دغو کورسونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

نوموړی  زیاتوي، کله چې دغه فارغان په روزنیزو کورسونو کې شامل شي، د دوی ویزې به تمدید شي او دوی ته به په هند کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

د دغو محصلینو له فراغت وروسته د هند پوځي اکاډمۍ په پوځي برخه کې افغان محصلین نه دي منلي.

هند له ۲۰۰۵ کال راهیسې په سلګونو افغان سرتېرو ته د روزنې زمینه برابره کړې ده او په تېرو ۱۱ میاشتو کې نږدې ۲۰۰ افغان سرتېرو په دغه هېواد کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.