1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په هندوستان کې يو شمېر کسان ژوندي سوځول شوي

۱۴۰۱ فروردین ۳, چهارشنبه

د هندوستان په مغربي بنګال ایالت کې ظاهراً د سیاسي دښمنیو له کبله لسو کورونو ته اور اچول شوی او اته کسان پکې ژوندي سوځول شوي دي. اپوزیسیون بیا د ځايي حکومت د شړلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/48wqX
Indien Führer der TMC-Partei wurde getötet
انځور: Satyajit Shaw/DW

په هندوستان کې ظاهراً د سیاسي دښمنیو له کبله لسو کورونو ته اور اچول شوی او د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لس ژوندي کسان هم سوځول شوي دي. دغې پیښې د هندوستان له کلکتې ښار نه نیولې تر نوي ډهلي پورې غبرګونونه راپارولي دي. په دې ترڅ کې د ځايي ایالات د والي او لومړي وزیر ترمنځ جنګي شخړه هم رامنځ ته شوې ده.

تر دغې پیښې وروسته د هندوستان د حکومت اپوزیسیون بهارتیه جنتا پارټي د ځايي حکومت د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده. د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شا بیا چارواکو ته ۷۲ ساعتونه وخت ورکړی څو د پیښې په هکله رسمي راپور وړاندې کړي. زیاته شوې چې د پیښې د څیړنې له پاره د دغه ایالت د پولیسو د مشر په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی ترڅو یاده پیښه وڅیړي.

د کورونو او خلکو سوځولو دغه پیښه د سه شنبې په ورځ د مغربي بنګال په بهوم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د ترنمول ایالت د کانګرس غړی پردهان بهادو شیخ، چې د همدې کلي اوسیدونکی دی د یوه نامعلوم کس له لوري وژل شوی وو. تر پیښې وروسته، یو شمیر قهرجنو کسانو پر دغه کلي برید کړی او یو شمیر کورونو ته یې اور اچولی وو.

Indien Führer der TMC-Partei wurde getötet
انځور: Satyajit Shaw/DW

د معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان ژوندي سوځیدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. یو شمیر نورې سرچینې بیا په دې پیښه کې د ۱۲ کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي. د بي جي پي ګوند غړي او د پارلمان وکیل لاکټ چټرجي بیا په دې پیښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کیدو ادعا کړې ده. په دې ترڅ کې تر سوځول کیدو مخکې د یادو کسانو د وژلو ادعاوې هم شوي دي.

د سیمي د پولیسو چارواکو ویلي چې د اور اچونې په دې پیښه کې اوه تنه د پیښې په سیمه کې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان بیا روغتون ته انتقال شوي دي. پولیسو همدا راز ویلي چې د پیښې په تړاو یې یو شمیر کسان هم نیولي دي.