1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي تر ۵۰ ډېر کسان شرابو مړه کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

له تقلبي شرابو څخه د مړه کیدو دغه پيښي د چارواکو په حواله د هندوستان په بیهار ایالت کي رامنځته سوي ده.

https://p.dw.com/p/4KzfW
Indien | Schnaps-Vergiftung im indischen Assam
انځور: Xinhua/dpa/picture alliance

په دغه ایالت کي د شرابو خرڅلاو او چښل منع دي. د دغو چارواکو د معلوماتو پراساس تر شرابو چښلو وروسته ډېرو کسانو په استفراق کولو باندي شروع کړې وه چي وروسته یې حالت ډېر خراب سو. درې کسان حتی مخکي تر دې چي روغتون ته ورسول سي، مړه سول.

د ساران ناحیې د روغتون سرطبیب په حواله تر اوسه پوري د ۲۲ کسانو په جسدونو کي د تقلبي شرابو څخه راپیداسوي زهریات تشخیص سوي دي. محلي رسنۍ بیا د مجموعاً ۵۳ کسانو د مړه کیدو خبره کوي.

پولیسو د خپلو معلوماتو پراساس ویلي دي چي په سیمه کي یې د شرابو په معامله ګرانو پسي د تعقیب په نتیجه کي تر اوسه پوري تر لسو اضافه کسان نیولي دي.