په هلمند کې د ملي امنیت شپږ غړي وژل شوي
۱۳۹۶ فروردین ۱, سهشنبهاعلان
د هلمند والي حیات الله حیات، د سه شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چې په دې پیښه کې د ملي امنیت اووه تنه نور کارکوونکي ټپيان شوي هم دي. پېښه د دوشنبې په شپه د افغان امنیتي ځواکونو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
حیات په ګريشک ولسوالۍ کې د دغي رامنځ ته شوي پیښې پړه پر طالبانو باندي اچولې ده خو تر اوسه پوري لا کومې ډلي د هغې پړه پرغاړه اخیستې نه ده.
طالبانو په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا په هلمند ولایت کې خپل حضور پیاوړی کړی دی. په دغه ولايت کې تيرکال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختي جگړې وشوې.