په هلمند کې د افغان پوځ يو جنرال د ماين په چاودنه کې وژل شوی
۱۳۹۸ آذر ۹, شنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس، د هلمند د والي محمد ياسين په حواله ليکي، چې د جنرال ظاهرګل مقبل پر موټر باندې د سړک غاړې ماين چاودنه د شنبې ورځې (د نومبر ۳۰مه) په سهار، د هلمند ولایت د ناوې او مارجې ولسواليو تر منځ يوه سيمه کې شوې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند زمان همدرد په وينا چې جنرال مقبل د تيرو پنځو کلونو راهيسې د افغانستان په ملي پوځ کې د قوماندان په حيث دنده ترسره کوله.
همدرد وويل چې په دغې پيښه کې د يوه ځايي خبريال په ګډون درې تنه ټپيان شوي هم دي. د ټپيانو په اړه ويل شوي چې د مرګ له ګواښ سره مخ نه دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک په حواله، وسلوال طالبان له کلونو راهيسې د مارجې ولسوالۍ پر ډيرو برخو باندې کنترول لري او اوس يې پر ناوې ولسوالۍ کې هم نفوذ لري.
په عين وخت کې د افغانستان په شمال کندز ولایت کې د وسلوالو طالبانو په دوو جلاو بريدونو کې د افغان پوځ پنځه سرتيري وژل شوي دي. چارواکو ويلي چې دغه سرتيري د تخار-کندز پر لويه لاره وژل شوي دي.
وسلوال طالبان له کلونو راهيسې د کندز ولايت له مرکز پرته، د دغه ولايت په ډیرو برخو کې فعال حضور لري.
يوه اوونۍ مخکې هم د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۳ تنه امنيتي ځواکونه د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو.