1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې دوې چورلکي رالوېدلي دي

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

په هلمند کې د هغو دوو پوځي چورلکو د ټکر په پيښه کې شاوخوا ۱۵کسان وژل شوي دي چې د جګړې له سیمو څخه یې ټپي شوي سرتیري انتقالول.

https://p.dw.com/p/3juJ8
Afghanistan Hubschrauber
انځور: dapd

د سیمه ایزو چارواکو په هلمند کې دوې پوځي چورلکې تر ټکر وروسته را لوېدلي دي.

د هلمند ولایت ویاند د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۴ نیټه) وویل چې دغه پيښه د لښکرګاه په سویل لویدیځ کې رامنځته شوې ده. د والي د ویاند په حواله دغو چورلکو له سیمې څخه ټپیان انتقالول.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې په دې پېښه کې ۹ کسان وژل شوي دي او د چورلکو رالوېدل يې تخنيکي ستونزه بللې ده.

د تلوع نیوز تلویزوني شبکې د رپوټ پر بنسټ بيا په دغه پيښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

لښکرگاه ته نژدې د طالبانو تر پراخو عملیاتو وروسته اوس افغان امنیتي ځواکونه د دغه ښار په شاوخوا ولسوالیو کې د دغې ډلې له جنګیالیو سره په جګړه کې ښکیل دي.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي د دغو جګړو له امله شاوخوا ۳۵۰۰۰ انسانان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي او روغتونونه تر یوې محدودې اندازې فعال دي.

سره له دې چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې اترې روانې دي، په دغه هیواد کې جګړه دوام لري. کارپوهان وايي چې د یوه اوربند تر رامنځته کیدو مخکې به د سولې مذاکرات ډېر ستونزمن وي.

dpa/afp (s.n/n.z)