په هلمند کي لږ تر لږه ۵۰ پوليس وژل سوي دي
۱۳۹۵ خرداد ۱۰, دوشنبه
د وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کي د پوليسو پر بيلو پوستو په بريدونو کي هغوی ته مرګ ژوبله اړولې ده. د افغان چارواکو په وينا په تازه بريدونو کي لږ تر لږه ۱۲ افغان پوليسو وژل سوي دي. چارواکو دا خبر د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۳۰مه نېټه) ورکړ.
ويل سوي چي په دغو بريدونو کي ۷ افغان پوليس ژوبل سوي او ۷ نور لادرکه سوي دي. اټکل کيږي چي دغه لادرکه پوليس به طالبانو د ځان سره بېولي وي.
د هلمند د پوليسو لوړپوړي چارواکي حشمت الله دولتزي د آلمان خبري آژانسونو ته ويلي دي چي د ګريشک په ولسوالۍ کي ياد بريدونه د يکشنبې په ماخستن پېل سول. د هغه په وينا دغو بريدونو څو ساعته دوام وموند.
په افغانستان کي په تيرو ۱۵ کالو کي وسله والو طالبانو د جګړې په ډګر کي خپله زياته توجه و سويلي ولايتونو هلمند، کندهار او روزګان ته کړې ده. دمګړی د طالبانو په بريدونو کي هم زياتوالی راغلی دی. هغوی زيات وختونه د پوليسو پوستې په نخښه کوي، ورڅخه وسلې، مرمۍ، نقليه وسيلې او نور مهمات د ځان سره وړي. طالبان زيات وختونه پوليس اختطاف کوي هم.
وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د هلمند په نهرسراج وسلوالۍ کي په ورته يو بريد کي لږ تر لږه ۴ افغان پوليس وژلي ول.
د هلمند په ولايت کي د وسله والو د جګړې مشري د طالبانو د مړه سوي مشر ملا محمد عمر زوی کوي. د ملا يعقوب په نوم دغه قومندان د نوي ټاکل سوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده مرستيال هم ټاکل سوی دی. دا د هغه وروسته چي د ملا محمد عمر وروسته مشر کېدونکی ملا اختر منصور په پاکستان کي د امریکايي بېپيلوټه الوتکي په بريد کي ووژل سو.