1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيا کې د هګيو او اوړو «جګړه» دوديزه میله

۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبه

وايی چې د خوراکي موادو سره نبايد لوبې وشي، خو په هسپانيا کې هر کال پر خوراکي شيانو د يو بل د ويشتلو دوديز جشنونه ترسره کيږي. د دغه ډول میلو څخه يوه یې چې خلک يو بل په اوړو او هګيو سره ولي، تاسي ته درپیژنو.

https://p.dw.com/p/3VSl5
BdTD Spanien Ibi traditionelle Els Enfarinats-Schlacht
انځور: Getty Images/AFP/J. Reina

په هسپانيا کې هر کال د دسمبر مياشتې په ۲۸مه پر هګيو او اوړو باندې د یو بل د ويشتلو دوديز جشن ترسره کيږي. دغه جشن د هسپانيا د آليکانتې ايالت په يوه کوچنۍ سيمه کې ترسره کيږي. په هسپانيا کې دغه دوديز میله لږ تر لږه د ۲۰۰ کلونو راپه دېخوا لمانځل کيږي.

د دغه جشن نوم «ايلس اينفاريناتس» (Els Enfarinats) دی. د جشن د لمانځلو پر وخت ځايي اوسیدونکي د مليشو د مخلتفو ډلو يونيفورمونه اغوندي او د واک د ترلاسه کولو له پاره مبارزه پيلوي. دغه «جګړه» چې وسلې يې هګۍ او اوړه دي د هر څه تر څنګ د ليدونکو او ګډونوالو له پاره ډيره په زړه پورې او هيجاني هم وي.

Spanien Festival "Els Enfarinats"
د جګړې ميدانانځور: Reuters/H. Kalis

د دغې تمثيلي «جګړې» په پای کې د دغې وړې سيمې سړکونه او کوڅې د هګيو او اوړو په جګړه کې زيړ او سپین شوي وي.

د هسپانيا د والنسيا سيمې په ژبه کې دغه میلې ته داسې يو نوم اخلي چې هغه د « وچې ډوډۍ»، يا «اوړو» سره پيوند لري.

هغه کسان چې په میله کې عملا اشتراک کوي، عسکري يونيفورم يې پر تن وي. دوی د بغاوت او سرکشۍ تمثیل کوي چې د هګيو او اوړو په ویشتلو سره غواړي خپل حريفان مات او قدرت تر لاسه کړي. په عين وخت کې د موسيقي يوه ډله هم په ژوندۍ بڼه موزيک غږوي.

BdTD Spanien Els Enfarinats Festival
ميلې د سهار اتو بجو څخه لږ مخکې پيليږيانځور: Getty Images/AFP/J. Reina

جشن سهار له اتو بجو څخه مخکې په سړکونو کې د بغاوت کونکو مليشو له خوا د حکومت پر ضد د عدالت غوښتنې پر نعرو او  شعارونو سره پيليږي.

نه بجې بغاوت کونکې مليشې قدرت ترلاسه کوي او د ښار له پاره نوی ښاروال يا مشر ټاکي او له خلکو غواړي چې هغه ته ماليې ورکړي. کوم کسان چې ماليه نه ورکوي هغوی نيسي او بندي کوي یې.

BdTD Spanien Els Enfarinats Festival
د ميلې په پای کې ښار کوڅې او واټونه په هګيو او اوړو لړي ويانځور: Getty Images/AFP/J. Reina

د جګړې پر وخت د میلې ګډونوال هګيو ته د «سپين بم» نوم هم اخلي. دغه جشن ماښام پر پنځو بجو پای ته رسيږي. په دغه وخت کې د دغې کوچنۍ سيمې د بازار سړکونه او کوڅې ټولې د ماتو شوو هګيو او سپينو اوړو باندې تر نهايي حده ککړې وي. د ميلې تر ختميدو وروسته د «ايلس اينفاريناتس» د قدرت دوره هم پای ته رسيږي. خو تر دې وروسته د خلکو د خوښيو نور پروګرامونه پيليږي چې په هغو کې سيميزې ګډاوې کيږي او سيميزې موسيقي غږول کيږي. هسپانويان په دې ته ورته يو بل عنعنوي میله کې په روميانو باندې پر يو بل وارونه کوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم وګورئ!