په هسپانيا کې د مهاجرو زياتيدل او د آلمان انديښنه
۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبهد آلمان د کورنيو چارو وزارت، په هسپانيا کې د تازه مهاجرو د شمير د زياتيدو له کبله خپله سخته انديښنه ښکاره کړې ده. د دغه وزارت چارواکو پر وينا، په احتمالي توګه دغه مهاجر به تر ډيره بريده هڅه وکړي چې د هسپانيا له طريقه آلمان او «بنلوکس» هيوادونو ته دننه شي. بنلوکس په اروپا کې د يوې همکارې اتحاديې نوم دی چې بلژيک، هالند او لوکزامبورک هيوادونه په کې شامل دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د مهاجرت د چارو اړوند يوه لوړپوړي چارواکي هيلموت تايشمن «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل، که چيرې دغه انديښنه په واقعيت بدله شي، آلمان به له سويس او فرانسې سره پر خپلو پولو پټې تلاشۍ او کنترول زيات کړي.
په پټو تلاشيو کې پوليس کولای شي افراد او يا هم ګاډي پرته له دې چې ورباندې کومه اشتباه، انديښنه يا مشخص تور وي، کنترول کړي.
تايشمن دغه راز ټينګار وکړ چې آلمان آماده دی د هسپانيا له حکومت څخه ملاتړ وکړي. تر دې وړاندې يونان او ايتاليا هغه لومړني هيوادونو ول چې مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې اروپايي اتحاديې ته د رسيدلو په موخه ورته ځانونه رسول.
اسپانيا د ايتاليا پر ځای
د اروپا د مهاجرت بحران په لومړيو کې ډيری مهاجر له ترکيې څخه د آژه سمندرګي له لارې يونان ته راتلل چې بيا له هغه ځايه مرکزي او لويديځې اروپا ته تلل. خو د بالکان لارو په تړل کيدو او په ۲۰۱۶م کال کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د مهاجرت پر موضوع تړون څخه وروسته مهاجرو د مديترانې سمندرګۍ له لارې ايتاليا پر لور مخه کړه. اوس د ايتاليا ځاي هسپانيا نیولی دی.
د روان کال په لمړۍ نيمايي کې شاوخوا ۲۳ زره او ۵۰۰ مهاجر هسپانيا ته رسيدلي دي. دغه شميره د تيرکال په همدې موده کې ايتاليا ته د رسيدلو مهاجرو څخه لوړه ده.
دا په ۲۰۱۵م کال کې د اروپا د مهاجرت بحران له پیل څخه را وروسته لومړی ځل دی چې هسپانيا ته په دومره لوړ شمير کې مهاجر ځانونه رسوي.
د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي او ام) د رپوټ پر اساس، د دغو مهاجرو ډيری يې د افريقا د سويلي صحرا هيوادونو لکه مراکش، مالي او موريتاني څخه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو څو ورځې مخکې يو ځل بيا د مهاجرتونو پر مهال د مهاجرو مخته پرتو خطرونو ته اشاره وکړه.
دغه سازمان ويلي دي چې يوازې د جون او جولای مياشتو په دننه کې له ۸۵۰ څخه زيات مهاجر د مديترانې سمندرګې په اوبو کې ډوب شوي دي. په ژنيو کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ مديترانه تر ټولو مرګونی سمندرګی ياد کړی دی. یاد سازمان ټينګار کړی دی چې اروپا نباید د هغو مهاجرو له ژغورنۍ څخه لاس په سر شي چې په اوبو کې د ډوبيدو له خطر سره مخ دي.
me, aj (haz/ie (dpa,afp)
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه انځوريز البوم: