په هرات کې د ښځو یو سوداګریز مرکز پرانیستل شو
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبهد هرات د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې نرګس هاشمي دویچه ویله ته وویل چې دا به د ښځو ځانګړی مارکیټ وي، چې ۳۵ دوکانونه لري.
هغه وایي، چې په دغه مارکیټ کې به د نورو توکو د پلور ترڅنګ تر ډېره پکې د هرات د ښځو له لوري جوړ شوي لاسي صنایع پلور ته وړاندې کیږي.
نرګس هاشمي زیاتوي چې له دغه مارکیټ څخه موخه دا ده، څو د ښځو له پاره اسانتیاوې رامنځته شي او هغوی وکولای شي چې په خپله ښار ته ولاړ شې او سودا راونیسي.
د دغه مارکیټ یوې دوکاندارې دویچه ویله ته وویل چې د ښځو له پاره یاد مارکیټ جوړول یو پر ځای اقدام دی او په دې سره به یو شمېر هغو ښځو ته د کار زمینه برابره شي، چې د طالبانو په واکمنیدو سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
اړوند مطلب:سرچینې: طالبانو د هرات په رستورانتونو کې د ښځو برخې تړلي
په هرات کې له دې وړاندې هم د ښځو یو بل ځانګړي مارکیټ شتون درلود، چې څه موده وړاندې یې دوکاردارانو د کاروبار د خرابیدو څخه شکایتونه کړې وو.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره دغې ډلې په ښځو د کار او زده کړو په برخه کې ډېر محدودیتونه لګولي او په دې وروستیو کې طالبانو په خپلو نویو پریکړو کې پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی او د ښځو ځانګړي سپورتي کلبونه یې هم تړلې دي.