په هرات کې د ډله ایز واده مراسم
په هرات کې د یوه خیریه بنسټ او د یوه سوداګر په مرسته د ۳۵ جوړو د واده مراسم تر سره شول. په افغانستان کې پر ودونو ډیر لګښت کیږي او له همدې کبله ډیري ځوانان نه توانیږي چې خپل کور ودان کړي.
د دغو ودونو تنظیموونکي د ډله ایز واده مراسم په ټولنه کې د لوړو لګښتونو د مخنیوي په خاطر د یوه حرکت په توګه عنوانوي.
ډیر شمیر ځوانان له ودونو وروسته تر څو کلنو باید د واده پورونه ورکړي، او نه شي کولای چې د خپل ځان او ماشومانو له پاره یو څه برابر کړي.
په هرات کې په دغه ډله ایز واده کې ټولو زومانو یو ډول دریشي اغوستې وې. په افغانستان کې ډیر شمیر کسان د واده د لګښتونو له پاره دې ته مجبوره کیږي چې د کاروبار په نیت له هیواده ووځي.
پر دې سربیره د ودونو له پاره د ټولنې سخت شرایط د دې سبب کیږي چې د ځوانانو د ودونو عمرونه لوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس هم په کم عمر کې د ودونو دود موجود دی.
د ناوې او زومانو د انتقالولو له پاره هم ۳۵ موټرې چمتو شوې وې.
په هرات کې د حبیب یار په نوم خیره بنسټ دغه مراسم په یوه عصري هوټل کې نیولي وو او هرې جوړې ته یې یو څه لوازم هم ډالۍ کړل.
یخچالو، د ګاز منقلونه، د کالیو پریمنځلو ماشینونه، فرش، خوراکي توکي او یو څه اندازه نغدي مرستې هم نوو جوړو ته ډالۍ شوې.
د دغو مراسمو تنظیمونکی نورالدین جمال یار، وایي چې د هرې جوړې د جهیز لګښت شا او خوا ۱۸۰۰ ډالرو وو او هرې جوړې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول کیږي.
زومانو په دغو مراسمو کې ګډون کول د ودونو د لګښتونو د راکمولو په توګه یاد کړي او له نورو ځوانانو یې هم غوښتي دي چې له لګښتونو دې لاس واخلي او دغه ډول مراسمو ته دې مخه کړي چې کم مصرف پرې راځي. عکاس او لیکوال: شعیب تنها شکران
له بل اړخه د هرات یو شمیر اوسیدونکو هم د دا ډول ودونو هرکلی کړی دی او ویلې یې دي چې دغه ډول مراسم په ټولنه کې د خلکو تر منځ همکاري او ورورګلوي زیاتوي.