1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هامبورګ کې د ایران پر قونسلګرۍ حمله شوې

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

آلماني رسنیو د دغه هیواد په هامبورګ ښار کې د ايران پر قونسلګرۍ د حملې خبر ورکړی دی. دغه حمله ظاهراً په لاس د جوړ شوي بوتلي بم په غورځولو شوې ده.

https://p.dw.com/p/43Ixg
Verletzte bei Auseinandersetzung in Hamburg Kirchdorf
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance

آلماني رسنیو ويلي دي چې دغه حمله د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۱۹مه) ناوخته د ناپيژاندي کس یا ناپيژاندو کسانو له خوا شوې ده. ايران له آلمان حکومت څخه د خپلو ديپلوماتيکو ځایونو د امنيت د تامين غوښتنه کړې ده.

آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» رپوټ ورکړی چې په ابتدا کې یو موټرچلونکی چې د جمعې ورځې په ماښام د سيمې څخه تيرېده، د قونسلګرۍ په دورازه کې يې تور لوگی ولید چې آسمان ته پورته کيږي او له دې نه علاوه يې دوه کسان وليدل چې د پيښې له ځايه تيښته کوي.

په پيښه کي ځاني تلفات نه دي اوښتي، یوازې د قونسلګرۍ  ودانۍ ته د ننوتلو دروازې زیان ليدلی دی. ځايي چارواکو ويلي چې په دغه ځای کې اورلګيدنه احتمالا د حمله کونکي يا حمله کونکو د بوتلي بم په غورځولو سره شوي ده.

زیاته شوې چې پولیسو له پيښې وروسته د سیمې میترو متوقف او د پيښې په تړاو يې دوه رومانيايي وکړي ونیول خو تر ابتدايي تحقیقاتو وروسته يې بیرته پريښودل.

دغه حمله داسې وخت شوې چې په همدې ورځ د ایران حکومت يو شمیر مخالفانو په هامبورګ ښار کې د ایران ۹۸ کال اعتراضونو د قربانيانو په یاد اعتراضونو کړي ول. د ایران خارجه وزارت تر دغې پيښې وروسته، د آلمان حکومت څخه وغوښتل چې د ايران د ديپلوماتيکو اماکنو د امنيت په تامين کې «جدي او مسئولانه» او د «ويانا کنوانسیون په چارچوب» کې عمل وکړي.
آ./م.ک.ص./ا.ا.