1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر درو میلیونو ته نزدې شو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

په کرونا ویروس د هرو درو اخته کسانو په ډله کې یو یې په امریکا متحده ایالاتو کې اوسیږي. دې ویروس تر اوسه پورې تر ۲۰۶ زرو ډیر کسان وژلي هم دي چې په نړۍ کې پرې د اخته کسانو شمیر درو میلیونو ته نزدې شوی.

https://p.dw.com/p/3bSIM
Sars-CoV-2 Illustration mit Weltkugel
انځور: Imago Images/Chromorange/K. Niehaus

د جان هاپکینز پوهنتون د وروستیو شمیرو پر اساس په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر درو میلیونو ته نزدې شوی دی. د شمیرو له مخې امریکا، هسپانیا، فرانسه، آلمان، بریتانیا، ایران او چین په ترتیب سره په نړۍ کې تر ټولو ډیر د کرونا ویروس پیښې لري.

پر دې سربیره د نړۍ نزدې نیمایي اوسیدونکي اوس په قرنطین کې ژوند کوي.

یوازې په امریکا متحده ایالاتو کې د کوید-۱۹ ناروغۍ له کبله چې د کرونا ویروس په پایله کې رامنځ ته کیږي ۵۴۸۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې هیواد کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر هم ۹۶۶ زرو ته رسیږي.

د جان هاپکینز پوهنتون ویلي دي چې اوس په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د تایید شویو پیښو شمیر ۲ میلیونو او ۹۷۲ زرو ته رسیدلې ده. په ټوله نړۍ کې بیا تر ۲۰۶۶۰۰ ډیرو کسانو د همدې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.