په نړۍ کې د «سپر مون» زړه راښکونکې ننداره
تیاره شپو ته رڼا بخښونکي سپوږمۍ د نومبر پر څوارلسمه د ځمکې مدار ته ډیره نزدې شوې وه. دغه حالت ته «سپرمون» یا ستره سپوږمۍ نوم ورکړل شوی. له ۱۹۴۸م کال وروسته لومړی وار وو چې سپوږمۍ د ځمکې مدار ته دومره نزدې شوې وه.
د۲۰۱۶م کال د نومبر میاشتي پر ۱۳ نېټه د امریکا متحدو ایالاتو د میسوري سیند پر څنډه پروت د کینساس سټي، د پاور اینډ لایټ بلډنگ یا ودانۍ تر شا د سپوږمۍ د راڅرگندیدو یوه ننداره.
په مصر کې د روښانه سپوږمۍ یوه ننداره، چې مخې ته یې یو کس د تیریدو په حالت کې لیدل کیږي. کارپوهان د سپوږمۍ دغه حالت ته د سترې سپوږمۍ د چمتو کیدو حالت وایي.
د بریتانيا په پلازمېنه لندن کې د یوې مېلې ننداره، چیري چې خلک د سپر مون یا سترې سپوږمۍ د بشپړه نندارې څخه یو ماښام تر مخه د سپوږمۍ له بې ساري ښکلا څخه خوند اخلي.
د آلمان د هاناو ښار د یوه کلي د کلیسا مخې ته د سپوږمۍ دغه انځور د نومبر میاشتې پر دیارلسمه نېټه اخیستل شوی.
د بریتانيا په گلاسټن بري کې د سپوږمۍ د ښکلا ننداره. دغه انځور هم د نومبر پر ۱۳ نېټه اخیستل شوی دی. د سپوږمۍ د ښکلې نندارې د لیدو له پاره خلک راټول شوي دي.
د نیپال د پلازمنې کټمنډو په فضا کې د سپوږمۍ ننداره. د سپوږمۍ له مخې یوه الوتکه د الوتو په حال کې ده.
تر۱۹۴۸م کال وروسته دا لومړی وار وو چې سپوږمۍ د ځمکې مدار ته له عادي حالت څخه شا او خوا ۳۰۰۰۰ کیلومتره نزدې شوې وه. ویل کیږي چې دغه کار به بیا په ۲۰۳۴م کال کې تکرار شي.