په نړۍ کي ډیر عاید لرونکي نامتو ستوري څوک دي؟
که هغوی د ستیژ پر سر دي، که د سینما پر پرده او یا که هم د سپورت په میدان کي. په دغو ځایو کی هم سړی میلیونر کیدای سي. د «فاربیس» په نامه مجلې د تر ټولو شتمنو نامتو کسانو نوی ليست په انځورونو کي.
تایلر سویفت (۱۷۰ میلیونه امریکایی ډالر)
د پاپ موسیقۍ دغی ځوانی ملکې چی تر اوسه لا ۲۶ کلنه ده، د خپلو کنسرتونو له لاري یوازي تیر کال ۲۰۰ میلیونه ډالر په لاس راوړې. په دې ډول هغه تر خپلي سیالې کیتی پیرې مخکی سوه چی تیرکال یې څه د پاسه ۱۳۵ میلیونه ډالر گټلي ول.
وَن ډایرکشن (۱۱۰ میلیونه ډالر)
د بریتانيا د پاپ موسیقۍ ډله د ځوانو هلکانو تر ټولو شتمنه ډله ده چی د «On The Road Again» په نامه خپلو کنسرتونو له لاری یې ۲۰۰ میلیونه ډالره وگټل. دغه ځوانان ډیر فعاله هم دي، په تیرو پنځو کلونو کي یې د موسيقۍ پنځه البومونه خپلو مینه والو ته وړاندي کړي دي.
کریستیانو رونالدو (۸۸ میلیونه ډالر)
د اروپايي جام سياليو تازه اتل کریستیانو رونالدو د سپورت په برخه کې ددغه ليست په سر کی ځای لري. په ټولنیزو رسنیو کي په نړۍ کي څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه مینه وال لري. د هغه مالی ملاتړ د نورو تر څنگ د سپورتی شیانو مشهوره مارکه «Nike» کوي.
کیوین هارت (۸۷ اشاریه ۵ میلیونه ډالر)
کومیډین کیوین هارت تیر کال په څه د پاسه سلو ستدیمونو کی د خپلې هرې کومیډۍ نندارې د ښودلو له لاري تر یو میلیونه ډالر اضافه پیسې په لاس راوړې. د جرمنی په سینماگانو کی اوس د «Central Intelligence» په نامه د هغه فلم ښودل کیږي.
لیونیل میسی (۸۱ اشاریه ۵ میلیونه ډالر)
آیا دا ټولې قانوني پیسې دي؟ په اصل کی نه. د نوموړي فوټبالر په اړه په اوس وخت کی تاوده بحثونه روان دي دا ځکه چي یوې هسپانوۍ محکمې هغه د مالیې د نه ورکولو په تور مجرم گڼلی دی. دغه ارجنتاینی په ۲۱ میاشتو بند محکوم سو، خو ددغه حکم په مقابل کی یې اقامه دعوا کړې ده. په هر صورت به دغه میلیونر په راتلونکی کی هوسا ژوند په مخ کي ولري.
آدیل (۸۰ اشاریه ۵ میلیونه ډالر)
نامتو سندرغاړې آدیل د نامتو کسانو په ليست کي یوازنۍ څوک ده چي د خپل عاید نیمایی برخه د موسیقۍ له لاري په لاس راوړي. د «۲۵» په نامه د هغې البوم یوازي په لومړۍ اونۍ کي درې اشاریه څلور میلیونه واره خرڅ سو، چي په مجموعی ډول یی ۱۷ اشاریه څلور میلیونه وگټلې.
مَدونا (۷۶ اشاریه ۵ میلیونه)
په نوموړي ليست کي هغه تر ټولو زړه ښځینه سندرغاړې ده خو بیا هم د ۵۷ کلونو عمر په درلودلو سره ډیره ښه ښکاري او همدارنگه یې عاید هم ښه دی. پاول میک کارتنې چی ۷۴ کلن دی په دغه ليست کی ۲۵م ځای لري او عاید یې ۵۶ اشاریه ۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
ایلن دی جینیرس (۷۵ میلیونه ډالر)
د تلویزیوني خپروني ویانده چي دلته په ۲۰۱۴م کال کي د اوسکار جایزې د اخیستلو پر وخت لیدل کیږي، د خپلي تلویزیوني خپروني له لاري د ورځي په اوسط ډول درې اشاریه شپږ میلیونه ننداره کوونکي راجذبوي. عاید یې ۷۵ میلیونه ډالر دی.
داوید کوپرفیلد (۶۴ میلیونه ډالر)
۵۹ کلن شعبده باز د ډیرو میلیونو ډالرو تر څنگ د نړۍ تر ټولو لوی د شعبده بازۍ کلکسیون او په کاریبیک کي یوولس شخصي جزیرې هم لري. داسي ښکاري چی هغه په دې ښه پوهیږي چي څرنگه پیسې وگټي.
بیونسې او جی زید (۱۰۷ اشاریه ۵ میلیونه ډالر)
سندرغاړې بیونسې چی په «Queen B » هم مشهوره ده د خپل خاوند جی زید سره په گډه د نړۍ تر ټولو لوړ عاید لرونکې جوړه شمیرل کیږي. تیر کال یې په گډه سره ۱۰۷ اشاریه ۵ میلیونه ډالره وگټل.
دوهمه ښه جوړه تام او گیزیله (۷۴ اشاریه ۵ میلیونه)
د فاربیس مجلې په ليست کي یوازي یوه بله جوړه هم سته چي ډیر ښه عاید لري. د فوټبال ستوری تام برادي او ماډل گیزیله بیوندشن په گډه سره په خپل اکونټ کي ۷۴ اشاریه ۵ میلیونه یورو لري.