1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرونا باندې د اخته کسانو شمیر تر ۵ میلیونه اوښتی

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

د جانز هاپکینز پوهنتون د ارقامو له مخي په نړۍ کي په کووید ۱۹ باندي د اخته کسانو شمیر څه د پاسه ۵ میلیونو ته ورسید. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددغي ناروغۍ په وړاندي د هراړخیزی مبارزې له پاره لا اوږده لار په مخ کي لرو.

https://p.dw.com/p/3ca5c
Nicaragua Managua Coronavirus | Arbeiter
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zuniga

که څه هم ډیری هغه هیوادونه چی د کرونا د بحران له امله سخت زیانمن سوي، په دغه ویروس باندې د اخته کسانو د شمیر له کموالي څخه خبر ورکوي، خو د جانز هاپکینز امریکایی پوهنتون فهرست بیا ښیي چي روسیه او برازیل د کرونا د بحران ځپلو هیوادونو د لست په دوهم او دریم ځای کي راغلي دي.

خو نن پنجشنبه، د دغه پوهنتون له خوا ويل شوي چي امریکا متحده ایالات د شاوخوا یو میلیون او ۵۵۲ زرو کووید ۱۹ ناروغانو په لرلو سره، تر ټولو زیات اخته کسان لري. په دغه هیواد کي د مړه سوو کسانو شمیر ۹۳ زره او ۴۳۹ ته رسیدلی.

هند، پاکستان او سعودي عربستان هم هغه هیوادونه دي چي د کووید ۱۹ ناروغي باندي د اخته کسانو لوړ ارقام لري. په هند کي د اخته کسانو شمیر ۱۱۲ زرو ۴۴۲ تنو او د مړه سوو کسانو شمیر ۳۴۳۸ ته رسیدلی دی.

Deutschland | Coronavirus | Fußgängerzone in Dortmund
کابو په ټوله نړۍ کې پر گرځيدو بندیز نرم کړل شوی دیانځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

سعودي عربستان چي د اخته سوو کسانو ډیر لوړ رقم یې ثبت کړی وو، اوس په دغه هیواد کي د کرونا ۶۲ زره او ۵۴۵ مثبت او ۳۳۹ د مړیني پیښې ثبت کړي. په پاکستان کي تر اوسه ، ۴۸۹۱ کسان په کووید ۱۹ اخته سوي او ۱۰۱۷ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

افغانستان تیره ورځ د کرونا د ویروس ۵۳۱ تازه پیښي ثبت کړي دي. په دې ډول نو په دغه هیواد کي د اخته کسانو شمیر ۸۶۷۶ تنو لوړ سوی. تر اوسه پوري د کرونا له امله په دغه هیواد کي ۱۹۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس – ادهانوم ويلي: « ددغي پاندیمي په وړاندي مبارزه کي لا اوږده لار په مخ کي لرو» هغه په یوې خبري ناسته کي زیاته کړه: «موږ په هغو هیوادونو کي د اخته کسانو د شمیر د لوړیدو له امله په اندیښنه کي یو چي خلک یې ډیر کم او یا هم متوسط عواید لري.»

زموږ له آرشيف څخه: