په نړۍ کي تر ټولو خوشاله هيوادونه
ملګري ملتونه هر کال «په نړۍ کي د خوشاليو راپور» وړاندي کوي چي پکښې د خوشاله هيوادونو نوملړ وړاندي کيږي. تر ټولو زيات خوشاله هيوادونه دلته وپيژنئ:
فنلند تر ټولو آسوده او خوشال هيواد
د ملګرو ملتونو د خپاره سوي راپور له مخي له ارزول سوو ۱۵۶ هيوادونو څخه فنلند تر ټولو خوشال او آسوده هيواد دی. ناروې، ډنمارک، آيسلند او سويس د نړۍ په لومړي پنځو خوشالو هيوادونو کي راغلي دي. دغه راپور په هيوادونو کي د آزاديو، اوږده عمر او ټولنيزو همکاريو پر اساس جوړ سوی دی.
خوشال مهاجر
د م.م. په سږني راپور کي هيوادونه له دې اړخه هم ارزول سوي چي پکښي مېشت مهاجر څه ډول ژوند لري. له دې اړخه هم فنلند لومړی مقام لري. په دغه هيواد کي ۳ ميليونه بهرنيان مېشت دي.
آلمان ۱۵ مقام
آلمان ته له تيرو دوو درو کلونو راهيسي په سونو زره نوي مهاجر راغلي دي. له دې اړخه آلمان په ۲۸ مقام کي دی. خو په ټوليزه توګه د خوشالۍ له مخي آلمان ۱۵ مقام لري. د امريکا متحدو ايالاتو ته ۱۸ او بريتانيا ته ۱۹ مقام ورکړل سوی دی.
د امريکا ناخوښه اولس
امريکا متحد ايالات په دغه ليست کي هيڅکله هم د لومړيو لسو مقامونو څخه يو هم نه دی گټلی. سږکال دغه هيواد د تېر کال په پرتله څلور مقامه نور هم راټيټ سوی دی. د امريکا د يوه اقتصادي کارپوه جېفري ساکس په وينا په دغه هيواد کي په وګړو کي چاغښت، ذهني فشارونه او د مخدرو موادو زيات استعمال د دې لامل شوی چي زيات اوسېدونکي يې له خپل ژوند څخه ناخوښه دي.
د شمالي اروپا هيوادونو تر ټولو خوشاله
د ۲۰۱۲م کال راهيسي د شمالي اروپا هيوادونه د خوشالو هيوادونو د قطار په سر کي راځي. په ۲۰۱۶م کال ډنمارک د نړۍ تر ټولو خوشال هيواد بلل سوی وو.
افغانستان او پاکستان کوم مقام لري؟
د ۲۰۱۷م کال د راپور له مخي پاکستان ۸۰م نمبر او افغانستان له ۱۵۶ هيوادونو څخه ۱۴۱ ځای او په دې توګه تقريبا په پای کي قرار لري. بنګله دېش ته ۱۱۵، سري لنکا ته ۱۱۶، چين ته ۸۶ او هند ته ۱۲۳م ځای ورکړل سوی دی.