1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړیواله کچه د اعدام د ختمولو له پاره اوږد مزل پاتې دی

۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبه

د اعدام سزا د زرګونو کلونو راهیسې په نړیواله کچه عملي کیږي. خو په ۱۸ پيړۍ کې دغه سزا په پراخه پیمانه بدنامه شوه. که څه هم اوس د اعدامونو کچه را ټیټه شوې ده، خو په یو شمیر هیوادونو کې اوس هم عملي کیږي.

https://p.dw.com/p/34a2Y
Gegen die Todesstrafe
انځور: picture-alliance/W. Steinberg

په ځانګړي توګه د دویمې نړیوالې جګړې تجربو، د حکومتونو له خوا د اعدامونو سزا د کمولو په برخه کې مهم رول درلود. وروسته له ۱۹۴۵ کال څخه په دې برخه کې ځينې غورځنګونه رامنځته شول، څو د نړۍ د ټولو انسانانو بنسټیز حقونه د یوې موافقتنامې په چوکاټ کې درج کړي.

په همدې اساس په ۱۹۴۸ م کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي بیانیه کې د نورو ترڅنګ دغه ماده هم درج شوله: «هر وګړی د ژوند، آزادۍ او شخصي امنیت حق لري». خو سره له دې ټولو د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ د نړۍ په ۵۶ هیوادونو کې د اعدام سزا عملي کیږي.

آلمان: وروستی اعدام په ۱۹۸۱م کال کې

د اعدام عملي کیدل یعنې له حقوقي پلوه د یو انسان مشروع وژنه په نړۍ کې د جزا له لرغونو میتودونو څخه دی چې د زرګونو کلونو راهیسې عملي کیږي. د ۱۸ پیړۍ تر پایه پورې اعدام د نړۍ په حقوقي نظامونو کې د جزا یو معمول شکل وو.

خو په همدې پیړۍ کې د روښانتيا عصر له پیلیدو سره سم د اروپا د انسانیت په غورځنګ کې د اعدامونو د عملي کیدو پر ضد لومړنی واقعي اپوزیسیون رامنځته شو. ایټالوي حقوق پوه سیزار بیکاریا، په ۱۷۶۴ م کال کې د «جنایتونو او جزاو په هکله» په خپل مشهور کتاب کې د اعدام بې عدالتي تر څېړنې لاندې ونیوه.

په اروپایې انقلابونو کې چې په مارچ ۱۸۴۸/۱۸۴۹ مشهور دي، د یو شمیر اروپایې هیوادونو په پارلمانونو کې په تدریج سره، په ځانګړي توګه د فرانسې او فرنکفورت په عمومي غونډو کې د اعدام د سزا د لغوه کولو غږونه پورته شول.

که څه هم دغه انقلابونه له ناکامۍ سره مخامخ شول، خو د پوهنتون استادانو بیا هم په دې اړه بحثونه جاري وساتل. د دیموکراتیک او کارګري خوځښتونو استازو د اتباعو د بشري حقونو او په عمومي ډول د اعدامونو د سزا د ختمولو غوښتنه کوله.

Todesstrafe in China
انځور: AP

د ۲۰ میلادي پیړۍ په اوله نیمایې کې په ډیر شمیر اروپایې هیوادونو کې فاشیستي او استعماري رژیمونه واک ته ورسیدل. په ځانګړي توګه په روسیې او آلمان کې ناسونالیست نظامونو په ډله ایزو وژنو لاس پورې کړ. دغو رژیمونو د اعدام له سزا څخه د خپل حاکميت د ټینګولو د وسیلې په توګه استفاده وکړه. په همدې دليل تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په لویدیځو هیوادونو کې د اعدام سزا د لغوه کولو له پاره غوښتنې ډیرې شوې.

د آلمان په فدرال جمهوریت کې په ۱۹۴۹ م کال کې په اساسي قانون کې د اعدام سزا لغوه شوه، خو د ختیځ آلمان په دیموکرات جمهوريت (DDR) کې دا موضوع متفاوته وه. په دې برخه کې وروستی اعدام په ۱۹۸۱م کال کې ترسره شو، خو دولتي شورا بیا په ۱۹۸۷ م کال کې د اعدام سزا لغوه کړه.

په اروپا کې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۸۲ م کال کې د اعدام د لغوه کولو له پاره یوه حقوقي الزامي ماده تصويب شوه، خو سره له دې هم د ټولې اروپا په کچه په ۲۰۰۲ م کال کې د اعدام سزا منع اعلان شوه.

د اعدامونو نړیوال وضعیت

په مجموع کې نړیواله ټوله د اعدامونو د سزا د ختمولو په برخه کې د پرمختګ په حال کې ده. د هغو هیوادونو په شمیر کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راځي چې د اعدام سزا ختموي. په ۲۰۱۷ م کال کې په مجموع کې د نړۍ په ۵۳ هیوادونو کې ۲۵۹۱  تنه په اعدام محکوم شوي ول. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ م کال کې د نړۍ په ۵۵ هیوادونو کې ۳۱۱۷ تنه اعدام شول.

تیر کال تر ټولو ډیر اعدامونه په چين، ایران، سعودي عربستان، عراق او پاکستان کې تر سره شول. تر ټولو ډیر اعدامونه په چين کې ترسره کیږي، خو د دغو اعدامونو دقیق ارقام روښانه نه وي، ځکه هلته د اعدامونو عملي کیدل حکومتي راز ګڼل کیږي چې له ۲۰۰۹ م کال راهیسې نور نه خپریږي.