1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړيوال ستندرد برابرهوايي ډګرونه جوړيږی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

په افغانستان كي د ترانسپورت اوهوايي چلند د وزارت چارواكي وائي چي د هوايي او ځمكني ترانسپورت د بيارغاوني او نوو تاسيساتو په تيره بيا په نړيوال ستندرد برابرهوايي ډګرونه جوروي .

https://p.dw.com/p/HgLZ
کابل هوايي ډګر
کابل هوايي ډګرانځور: DW

د كابل نړيوال هوايي ډګركي د RVSM دستگاه په نصبولوسره دهوايي نړيوالو الوتكوپه تنظيمولو سره غواړي اوسني عوائد څو برابره زيات كړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزير پوهنيار حميدالله فاروقي چي په دي وروستيوكي ئي دوزارت دنده سمبال كړي ده، د المان غږ راډيو د خبريال سره په مركه كي وويل چي د كابل نړيوال ډګركه څه هم چي نوي ترمينل ورته د جاپان په مرسته جوړشوي دي بياهم اوسنيو غوښتنوته ځواب نه شي ويلي.

پلان لري چي د دي ډګر پراختيا سره يو ځاي په جلال آباد كي د يو سمبال هوايي ډګر په جوړولو لاس پوري كړي. دغه ډګر چي پنځوس ميليونه امريكايي ډالرلګښت پري راځي، د امريكي د متحده ايالاتو د پرمختيائي اداري له خوائي د مرستي ژمنه شوي ده.

دغه رازدغه ادارې په خوست كي د شل ميليونه ډالرو او په لښكرګاه كي د دولسو ميليونو ډالرو په لګولو سره د نوو ميدانونو د جوړولو ژمني كړي دي.

د ترانسپورت اوهوايي چلند وزيرردغه رازپه لوګر كي د كابل د هوايي ډګرد جوړولوخبره وكړه چي وائي د امريكي د پرمختيايي اداري په مرسته جوړيږي. او د سروي كولو چاري يي پيل شوي دي.

ښاغلي فاروقي د ځمكني ترانسپورت د رغاوني په برخه كي وويل چي د ټولو نه د مخه به د كابل د ښاري ترانسپورټيشن غم وخوري او د ملي بسونو ترڅنګ به خصوصي سكتور ته د دي موقع وركړي چي د ملي بسونو سره موازي خپل فعاليت ته دوام وركړي.

خو د كابل يو ښاري وائي چي د كابل په ښار كي د نفسو پړسوب او د موټرونو تراكم ښاري ترانسپورټيشن دومره ويجاړ كړي دي، چي جوړول اوعيارول ئي ډيري پيسي او ډيري هلي ځلي غواړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت د چارواكو وينا ده، چي د افغانستان له لاري اروپا، مركزي او منځني اسيا لپاره د ټولونه لږ واټن لري ځكه خو په 24 ساعتونو كي دوه سوه نړيوالي الوتكي د افغانستان له فضا څخه تيريږي او د نړيوال تعامل له مخي د هري الوتكي نه د تيريدو پرمهال څلورسوه امريكايي ډالر ټكس اخستل كيږي. په دي توګه په هره مياشت كي دوه ميليونه او څلورسوه زره ډالرعوايد د وزارت لاسته ورځي.

جمال کوټوال
کتونکی: يحيی وردک