په نوې کابينه کښي د مهمو درو وزيرانو د تعينولو پرسر نظرونه
۱۳۸۸ دی ۲, چهارشنبهپه دې لړ کښي د دفاع ، کورنيو چارو او د پوهني د وزارتونو نومول شوي وزيران خپلو کاري پروګرامونو په وړاندي کولو سره نوي وعدې ورکړې .
د دفاع نومول شوي وزير جنرال عبدالرحيم وردګ دخپل راتلونکو پروګرامونو په اړوند وويل چه : د ملي اردو د ښووني او روزني بهير به چټک شي ، ملي اردو به د ناټو په پرمختللو وسلو سمباله سي او د کميت د لحاظه به هم په ملي اردو کښي زياتوالی راسي .
د کورنيو چارو وزارت ته نومول شوي وزير محمد حنيف اتمر خپل د کاري پروګرام په يوه برخه کې وويل چه : په راتلونکو پنځو کلونو کښي به د پوليسو تعداديو سلو شپيتو زرو تنو ته ورسيږي او دهغوښووني او روزني ته به هم پاملرنه وسي .
همدارنګه د پوهني وزارت ته نومول شوي وزير فاروق وردګ هم د ښووني روزني د کيفيت لوړتيا او د زرهاوه تنه نورو ښوونکو د جذبولو په هکله خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل . دغه درې سره وزيران چې مهمو وزارتوته نومول شوي دي ،په تيره کابينه کښي هم ددغو وزارتو وزيران پاته سوي وه .
د افغانستان عام خلګ د دغو وزيرانو کاري تجربو ته په کتني سره جلا جلانظريې لري :
د کابل ښار يوتن اوسيدونکی شالالا وايي چې نه يوازي ياد سوي وزيران بلکه ټول چارواکي د قانون پرخلاف روان دي .
اسداله چې د يوه مکتب معلم دی د پوهني د نومول شوي وزير تير کارونه ستايي او وايي چې : ده په مورنۍ ژبه د شاګردانو دپاره د درس ويلو شرايط برابر کړل ، خو د دفاع او کورنيو چارو پر وزيرانو انتقاد کوي او وايي چه د دوی د دندو پر مهال ملکي خلګ وژل شوي دي .
د کابل ولايت يو تن اوسيدونکی قيام الدين د درو واړو وزيرانو څخه سر ټکوي او وايي چه ، د دوی پر ځای بايد هغه کسان وګمارل سي چې د خلکو دپاره خدمت وکړي .
د خوست ولايت يو تن اوسيدونکی وايي چه ، د ده په شخصي نظر به درې سره وزيران وکولای سي ، په امنيتي سکټور او د پوهني په برخه کې يو څه کارونه تر سره کړي .
يوتعداد نور خلک بيا په دې عقيده دي چه نومول سوي وزيران په دې خاطر چه د ولسې جرګې د اعتماد رايه تر لاسه کړي ډير ښه کاري پروګرامونه وړاندې کوي ،خو کله چه يې د وزارت پر څوکۍ ډډه ولګيده، بيايې ورکړي وعدې له ياده وزي .
انور بری پال
کتونکی : محمد قاسم نوري