په نوي مېلادي کال کي د نړۍ د نفوس اټکل
۱۳۹۲ دی ۱۱, چهارشنبهد نړۍ د نفوس شمېرلو موسسې په يوه راپور کي چي د ۲۰۱۳ مېلادي کال په پای ته رسېدو سره خپور شوی دی راغلي دي چي په نړۍ کي په هرو دوو ثانيو کي ۲،۷ تنه انسانان اضافه کيږي.
د رپورټ په حواله د نفوس دغه وده د پرمختګ په درشل کي هيوادونو کي په چټکۍ سره روانه ده. په دغو هیوادونو کي هر کال ۸۰ زره ښځي بې له دې چي غوښتي يې وي اميدواره کيږي. په دغو هيوادونو کي هره څلورمه ښځه غواړي چې د اميدوارۍ مخنيوي وکړي خو د مخنيوي چارو ته يې لاس رسی نه لري.
د نړۍ د نفوس شمېرلو موسسې مشره ریناتا بیهر، ټينګار کوي چي «د کورنۍ په هلکه پلان جوړ ول یو بشري حق دی.» بیهر زیاتوي: «که چیري مېړه او ماينه خپله پریکړه وکولای شي چي دوي کله او څومره اولادونه غواړي نو د بې وزلو انسانانو په ژوند کې به ډير ښه والې راشي.
په دې توګه د کابو۸۰ زرو امېدوارو او ۶۰۰ زرو نویو زیږیدلو ماشومانو ژوند ژغورل کیدلای شي. له همدې امله په دې هکله پوهاوی ورکول او د اميدوارۍ وقایه ډيره مهمه ده.»
نړۍ د يوه کلي په شان- نن او۲۰۵۰ کال
که چیري نن زموږ نړۍ د۱۰۰ تنو یو کلی وي، نو د دې کلي پنځلس تنه به افريقايان، ۶۰ تنه اسیايان او۱۰ تنه وکړي به یې اروپایان وي. نو زموږ د دې کلي نفوس به تر۲۰۵۰ میلادي کاله پورې ۱۳۶ تنو ته لوړ شي.
له دې جملې څخه به بيا ۳۴ تنه افریقایان، ۷۴ تنه اسیايان او۱۰ تنه اوسیدونکي به یې اروپایان وي. په دې توګه به نو د اټکلونو له مخي په ټول نفوس کې د اروپايي او اسیايي وګړو برخه هم لږ شي. برعکس به بیا د افریقايي وګړو شمیره له ۱۵ څخه ۲۵ فيصدو پوري لوړه شي.
د رسمي شمېرو له مخي چين په نړۍ کي د ۱،۴ ميليارده نفوس په لرلو سره تر ټولو ستر نفوس لرونکی هيواد دی. د دغه هيواد د يوه کوچني زېږولو سياست، له ۱۹۸۰ مېلادي کال راهيسي د نزدې۴۰۰ ميليونو کوچنيانو د زېږېدو مخنيوی کړی دی.
خو چين تيره اوونۍ اعلان وکړ چي په نوو اصلاحاتو کي يې د يوه کوچني د زېږولو په سياست کي هم اسانتياوي راوستلي دي. اوس هغه کورنۍ چي یو اولاد لري کولای سي چي دوهم ولري.